
اسرائیل پلان لري چې د غزې اوسېدونکي په رفح کې یوه کمپ ته ولېږدوي
د اسرائیل دفاع وزیر وايي، خپل پوځ ته یې لارښوونه کړې، چې په غزه کې ټول فلسطینیان د دې سیمې په سویل کې یوه کمپ ته ولېږدوي.
اسرائیل کاټز د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې غواړي د رفح ښار په کنډوالو کې یو “بشردوستانه ښار” جوړ کړي، چې پیل کې شاوخوا شپږ سوه زره فلسطینیان او بالاخره ټول دوه اعشاریه یو میلیون نفوس پکې ځای پر ځای شي.
دی وايي، هدف دا و چې خلک له امنیتي پلټنې وروسته هلته دننه راوستل شي، چې ډاډ ترلاسه شي، د حماس وسله وال نه دي، او د وتلو اجازه به نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې که شرایط اجازه ورکړي، نو د هغه احتمالي ۶۰ ورځني اوربند په ترڅ کې به ودانیزې چارې پیل شي، چې اسرائیل او حماس هڅه کوي خبرې پرې وکړي.
په اسرائیل کې د بشري حقونو یوه مدافع وکیل دا پلان غندلی او وايي، دا “د بشر ضد جرم لپاره له عملیاتي پلانه” کم څه نه دي.
میکائیل سفارد ګارډین ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: ”دا ټوله خبره د غزې سویلي څنډو ته د نفوسو لېږدول دي، چې بیا وروسته له دې تړانګې بهر وایستل شي.”
له دې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې له یوې اشغال شوې سیمې په زوره د خلکو ایستل یا شړل د نړیوال بشري قانون له مخې سخت ممنوع چاره او “توکمیز چاڼ ته ورته” ده.
فلسطیني ادارې یا حماس تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
پر دوشنبه ناوخته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه وړاندیز په هکله وغږېد، چې له جګړې وروسته به امریکا د غزې کنټرول واخلي او اوسېدونکي به یې د تل لپاره بل چېرې مېشت کړي.
نتنیاهو وویل: “زه فکر کوم ولسمشر ټرمپ یو شاندار نظر لري، دا ازادانه اختیار بلل کېږي. که خلک غواړي چې پاتې شي، دوی به پاتې کېږي، خو که دوی غواړي چې لاړ شي، نو دوی باید لاړ شي…
موږ له متحدو ایالتونو سره له نژدې کار کوو، چې داسې هېوادونه ومومو چې هڅه کوي هغه څه درک کړي، چې دوی تل ویلي – چې دوی غواړي فلسطینیانو ته یو ښه راتلونکی ورکړي. ”
ټرمپ په دې هکله وویل: ”موږ له… شاوخوا هېوادونو ښه همکاري درلوده، هر یوه ښه همکاري درلوده. نو، یو څه به ښه وشي.”
په مارچ میاشت کې عربي هېوادونو د ټرمپ پلان بدیل په توګه د ۵۳ بیلیونو ډالرو یوه پلان ملاتړ وکړ، چې له مخې یې باید د هغه ځای فلسطینیان پر خپل ځای پاتې شي.
دوی دغه راز د فلسطینیانو هر ډول بې ځای کولو موضوع په ټینګار سره رد کړه او دا چاره یې ”له بشري حقونو سرغړونه، د بشریت ضد یو جنایت او توکمېز چاڼ” وباله.
فلسطیني ادارې او حماس هم د مصر پلان تایید کړ، خو امریکا او اسرائیل ویل چې دا په غزه کې واقعیتونو ته حل نه دی.
فلسطینیان د نکبه له تکراره وېره لري، چې د “ناورین” لپاره عربي کلمه ده او د هغې پېښې یادونه کوي، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل دولت له رامنځته کېدو وروسته سلګونه زره خلک له جګړې مخکې او د جګړې په ترڅ کې له خپلو کورونو څخه وتښتېدل یا وشړل شول.
هغه ډېری کډوال په غزه کې پاتې شول، چې دوی او اولادونه یې د ټولټال نفوس درېیمه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا ۹۰۰ زره نور کډوال په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اوسي او درې اعشاریه څلور میلیونه فلسطیني کډوال بیا په اردن، سوریه او لبنان کې ژوند کوي.
اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړ، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷،۵۰۰ څخه ډېر خلک وژل شوي دي.
د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوی دی. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي، د روغتیايي اسانتیاوو مرکزونه، د څښاک اوبو نظام او حفظ الصحې سیسټمونه ویجاړ شوي دي او د خوړو، سون توکو، درملو او سرپناه کمښت نشتوالی یا کمېدل معمول دی.