
افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات شو
د کرېکټ لوبې مشهور افغان لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوکپاڼه د ښاغلي شینواري د مړینې په مناسبت یوه پیغام کې د خواشینۍ څرګندونه شوې.
د افغان کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې: ”افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان لوبڅارنې پلاوي معتبر غړي بسم الله جان شینواري د مړینې په مناسبت د هغه له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان کرېکټ له ټولې ورورلۍ سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوي.”
د کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې، ”د بسم الله جان شینواري یاد به تل زموږ په زړونو او ذهنونو کې وي.”
ښاغلي شینواري د کرېکټ لوبڅارنې خورا اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی و.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو په وینا بسم الله جان شینواري په ۳۴ یوه ورځنیو، ۲۶ شل اووریزو، ۳۱ لومړۍ درجه، ۵۱ – اې درجه او ۹۶ شل اووریزو سیالیو کې د رسمي لوبڅار په توګه ونډه درلوده.
ښاغلي شینواري د لوبې په ډګر کې د لوبڅارۍ تر څنګ په لسګونو کورنیو او نړیوالو لوبو کې د (ټي – وي) لوبڅار په توګه هم برخه اخیستې وه.
د کرېکټ په هکله معلوماتي وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو له مخې ښاغلي شینواري د ائرلنډ او افغانستان تر منځ د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې لومړی ځل په شارجه کې د نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه او وروستی ځل یې د امریکا او عمان تر منځ په اماراتو کې د روان کال فبرورۍ پر ۱۸مه د یوې نړیوالې لوبې لوبڅار په توګه مسوولیت ترسره کړ.
په افغانستان کې له شمشاد شخصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ښاغلي شینواري ویلي و، له شاوخوا ۱۹۹۲ کال راهیسې یې له کرېکټ سره تعلق دردلود، چې پاکستان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه.
نوموړي په همدې مرکه کې ویلی و، چې خپله یې هم کرېکټ لوبه کوله او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې په ۲۰۱۱ کال کې د لوبڅار په توګه مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د لومړنۍ نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه.