د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو اجرائیوي امر لاسلیک کړی، چې پر سوریې د امریکا لګول شوي بندیزونه ورسره پای ته ورسېږي.
سپینه ماڼۍ وايي، د بندیزونو لېرې کولو هدف د ”سولې او ثبات پر لور” د سوریې پرمختګ ملاتړ کول دي. دغه بندیزونه چې پر هر ډول بهرنۍ پانګونه لګېدلي وو، د بشار الاسد حکومت پر ضد لګول شوي وو، چې په تېره دسمبر میاشت کې وسله والو مخالفینو نسکور کړ.
سپینه ماڼۍ وايي، دوی به ”له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو لپاره د رغنده اقداماتو، بهرنیو ترهګرو سره مبارزې او پر ترهګرو فلسطیني ډلو د بندیزونو په ګډون” د سوریې نوي حکومت فعالیتونه څاري.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني وايي، د بندیزونو له لېرې کېدو سره به د اقتصادي بیارغاونې پر وړاندې ”خنډ لېرې شي” او د نړیوالې ټولنې پر مخ به سوریه پرانیستل شي.
د یادونې ده چې پر اسد او د ده همکارانو او دغه راز پر اسلامي دولت نومې ډله او ایراني نیابتي ډلو د امریکا بندیزونه پر ځای پاتې دي.
ټرمپ په تېره مې میاشت کې د سعودي پلازمېنه ریاض کې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره له لیدو مخکې ویلي و، پر سوریې لګېدلي بندیزونه به لېرې کړي.
د امریکا له نوي اعلان وروسته د دمشق په لارو، کوڅو کې خوښۍ لمانځل کېږي.
د الشرع اسلامپاله ډله، هيئة تحریر الشام (ایچ ټي اېس)، چې د بشار الاسد حکومت د نسکورولو مشري یې وکړه، په سوریې کې د القاعدې ملګری وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې یې اړیکې ورسره پرې کړې. ایچ ټي اېس لا هم د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو او انګلستان لخوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی.
د دوشنبې ورځې اجرائیوي امر د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لارښوونه کوي، چې د ایچ ټي اېس دې نومونې ته ”بیاکتنه” وکړي.
په دې امر کې دغه راز ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات د سوریې له نوي حکومته غواړي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د هغو کمپونو مسوولیت پر غاړه واخلي چې د اسلامي دولت نومې ډلې زندانیان پکې ساتل کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سږ کال په لومړیو کې د سوریې انتقالي دولت د ملاتړ غږ کړی و او خبرداری یې ورکړی و، چې د اقتصادي پرمختګ په لړ کې ناکامي به ”په پراخه کچه د بشپړې کورنۍ جګړې” لامل شي.
د سوریې ۱۳ کلنې خونړۍ کورنۍ جګړې په پای کې چې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ، د سوریې له ۹۰ سلنه ډېرو خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.
د سوریې نوي مشر د دې هېواد لږکیو خوندي ساتلو ژمنه کړې، خو په مارچ میاشت کې د سوریې په لوېدیځو ساحلي سیمو کې د نویو امنیتي ځواکونو او بشار الاسد پلویانو تر منځ نښتو پر مهال د اسد علوي قبیلې اړوند سلګونو کسانو وژل کېدو سره د سوریې په لږکیو کې وېره زیاته شوې ده.
دغه راز د وسله والو سخت دریځو، امنیتي ځواکونو او دروز مذهبي لږکۍ اړوند وسله والو ترمنځ هم نښتې شوې دي. په جون کې بیا د دمشق یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول.
د شنبې ورځې له دې امر مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیئوېټ خبریالانو ته وویل، ټرمپ په سوریه کې د سولې او ثبات ملاتړ لپاره خپله ژمنه عملي کوي.
د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس بارک خبریالانو ته په دې هکله وویل، د بندیزونو لغو کول “د یوې ډېرې ستړې کوونکې، مفصلې او زیارغوښتونکې پروسې پایله وه چې څنګه دا بندیزونه باید لېرې شي.”
دی زیاتوي، ”سوریه یوه فرصت ته اړتیا لري او همداسې شوي.”
په سوریې کې د بشار الاسد واکمنۍ پر مهال د دې هېواد ۶۰۰ زره وګړي ووژل شول او ۱۲ میلیونه نور اړ شول، چې خپلې مېنې پرېږدي.
جواب دهید