
۱۲ورځې جګړې څه رامنځته کړل
دایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې په پوځي ډګر کې څه وښودل؟
دوسلو او سیستمونو ننداره:
دفاع سیسټمونه لکه اوسپنیز کنبد، فلاخن ، دادوود او تاد سیستمونه کولای شي د ډېرو هوایی بریدونو مخه ونیسيخو په مقابل کې ایراني توغندي کولای شي ټولې دفاعي کرښې هم ماتې کړي.
دغه توغندي چې ایران ادعا کړوې وه دنیه به حیرانه کړي، اسراییلو ژورې ته د رسیدو وړتیا لرله ، حتی د ډیرو مداخلو سره سره بیا هم له څو هیوادونو او څو دفاعي کرښو څخه تېر شول.
یاد توغندي چې څو ډوله یې په دې جګړه کې وکارول شول ددقیقې نښې ویشتلو وړانیا هم لري.ایران دیادو توغندیو پرمت وتوانېد چې داسراییلو پوځي ُاستخباراتي او هوايي اډې هم پّ نښه کړي.
داسراییلو له خوا دایف ۳۵ الوتکو پراخ کارول چې ایران ته یې سخت زیانونه هم واړول خو دلومړي ځل لپاره دغه الوتکې هم را نسکورې شوې.
په سمندر کې جګړه او د هرمز تنګي
ایران دهرمز تنګي دتړلو پریکړه وکړه کوم چې دعربي هېوادونو او غربي نړۍ لپاره حیاتي ارزښت لري خو امریکې له چین څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
د هرمز په تنګي کې د محدود سمندري ښکیلتیا یا معددي کولو احتمال شتون درلود.
دوه اړخیزې کمزورتیاوې:
اسراییل:
د څلورو دفاعي کرښو سره سره، د راکټ باران او بې پیلوټه الوتکو پروړاندې زیان منونکی ثابت شو په ځانګړي توګه په حیاتي ساحو کې لکه تل اویو او حیفا.
دغه راز په قطر کې د امریکایي اړې ویشتل،ثابتوي چې ایران د امریکې غوندې هېواد دفاعي سیستم هم ماتولای شي.
ایران:
توغندي، رادار او په لویدیز کې د زیربنایی اډې او د هیواد مرکز د هوا او سایبر بریدونو لخوا په نښه کیږي.
د لوړواسراییلي بریدونو په وړاندې هوایی دفاع کې ضعف.
استخباراتي جګړه:
پّ استخباراتي جګړه کې ایران کمزوری او اسراییل برلاسی ثابت شو.دایران لوړ رتبه جنرالان د هغه هېاود دلوی درستیې او سپاه پاسدارانو دمشر په ګډون دننه ایران کې د موساد د جاسوسانو له خوا ترور شول چې ایران ته لویه او جبران نه منونکې ضایعه ده. خو ایران ونه شو کړای چې دننه اسراییل کې داسې پیښې رامنځته کړي.
د سایبر عملیات او بریښنایی جګړه
دواړو لوریو د سایبر جنګ کړی چې د اردو، مخابراتي او ښاري سیسټمونو ګډوډولو لپاره سایبر جنګ کړی دی.
اسراییل هڅه کړې چې د ایران د توغندیو رادار او سیستمونه ګډوډ کړي.
ایران هم په اسراییلو کې د ښاري، بریښنا او اوبو اوبو سیستمونو د سایبر حملو وړتیا هم ښودلې ده.
ایران ښودلې چې د ویجاړیدو ظرفیت لوړ ظرفیت لري، مګر د شخړې ته دوام ورکولو وړتیا محدوده ده (په ځانګړي توګه د هوایی ځواک او دفاع په برخه کې).
اسرایل له څو ګواښونو سره مخ شو؛ شمال ته په ورته وخت کې شمال ته (حزب الله)، سویل (غزه) او ختیځ (ایران).
د دواړو هېوادونو دفاعي وړتیا او دوسلو تخنیک ټولو ته څرګند شو کیدای شي نور هېوادونه هم ورته وسلې جوړې کړي.
درسونه:
ایران باید پرخپل هوایی مدافعې باندې کار وکړي او دغه راز خپل استخباراتي سیستم باندې له سره بېا کتنه وکړي.
اسراییل دی په دی پوه شي چې دامریکې دفاعي سیستمونه نهشي کولای دغه هېواد وساتي ځکه خو باید د خوندي پاتې کیدو نورې لارې ولټوي