
په داسی حال کې چې اسراییل،ایران داوربند به ماتولو تورنوي. ایراني چارواکي وایی په وروستېو ساعتونو کې د دوی له خوا هیڅ توغندی نه دی توغول شوی.
تردی وړاندی داسراییل د دفاع وزیراداعا وکړه چې ایران دوه توغندي داسراییلو پر لورې توغولي او اسراییل به ورته غاښ ماتوونکی څواب ورکړی.
دا په داسی حال کې دی چې د اسراییلو حکومت په رسمي ډول له ایران سره اوربند اعلان کړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې اړه اعلان وکړ: “موږ د ایران د اټومي او توغندیو ګواښونو په له منځه وړلو کې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.”
هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه څه لپاره مننه وکړه چې هغه یې “د ایران د اټومي ګواښ په له منځه وړلو کې ګډون” بللی دی.
نتنیاهو زیاته کړه: “موږ د ایران سره د ټرمپ د وړاندیز شوي اوربند تړون سره موافقه کړې ده،” او ټینګار یې وکړ: “اسراییل به د ایران لخوا د اوربند هر ډول سرغړونې ته قاطع ځواب ووایی.”
د اسراییلو د حکومت په بیان کې ویل شوي چې د شیرانو ډان عملیاتو تاریخي لاسته راوړنې راوړې او اسراییل یې د نړۍ د قدرتونو په ډله کې ځای پر ځای کړی دی.
سربېره پردې، ټینګار وشو چې د اسراییلو پوځ “د تهران په اسمان بشپړ هوايي کنټرول ترلاسه کړی”، د ایران د پوځي قوماندې جوړښت ته یې سخت زیان رسولی، او د مرکزي حکومت لسګونه اهداف یې ویجاړ کړي دي.
په حقیقت ټولنیزپاڼه کې په خپل وروستي پیغام کې، ډونالډ ټرمپ په ایران او اسراییلو غږ وکړ چې له دې څخه سرغړونه ونه کړي، او اعلان یې وکړ چې “اوربند اوس نافذ دی.”