نړۍ

امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نتنز او اصفهان په ګډون پر دریو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي.

نوموړي پر ټروت سوشل خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي: ”موږ په ایران کې پر دریو اتومي تاسیساتو خپل بریدونه بشپړ کړي دي، چې فردو، نتنز او اصفهان پکې شامل دي. ټولې الوتکې اوس د ایران له هوايي حریمه بهر دي.”

نوموړي زیاته کړې، ”د بمونو یو بشپړ بار” پر فردو غورځول شوی او اوس ټولې الوتکې بېرته امریکا ته پر لار دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، بي-۲ ډوله امریکايي جنګي الوتکو پر ایران بریدونه کړي.

مخکې د بي بي سي په رپوټونو کې د سرچینو په حواله ویل شوي وو، چې دغه ډول جنګي الوتکې د امریکا ملکیت ګوام ټاپو ته استول شوې او داسې تاثر ورسره راپیدا شوی و، چې ښايي همدا الوتکې پر ایران د امریکا برید کې برخه واخلي.

،د ټرمپ وینا پر مهال مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیټ هیګسیت د هغه تر څنګ ولاړ وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ولس ته وینا وکړه.

ده وویل: ”ایران باید اوس سوله وکړي. که داسې و نه کړي، نور بریدونه به لا ستر او لا ډېر اسان شي.”

ټرمپ په خپلو خبرو کې د ایران پر فردو، نتنز او اصفهان اتومي کارځایونو بریدونه تائید کړل.

نوموړي وویل: ”دوی چې دا ویجاړونکې وحشتناک ځایونه جوړ کړي وو، تر کلونو پورې هر چا نومونه اورېدل. زه نن کولای شم نړۍ ته ووایم، چې دا بریدونه پاموړ پوځي بریا وه.”

نوموړي زیاته کړه: ”د ایران مهمې اتومي بډاینې اسانتیاوې له منځه وړل شوې دي.”

ټرمپ خبرداری ورکړ: “یا به سوله کېږي او یا به د ایران لپاره تراژیدي تر هغې هم زیاته شي، چې موږ په تېرو اتو ورځو کې ولیده. یاد لرئ، چې ډېر هدفونه شته، چې لا پاتې دي. نن شپه د دوی تر ټولو سخت هغه وو او ښايي تر ټولو وژونکي هغه هم. خو که سوله ژر و رانشي، موږ به په هغو نورو پسې په دقت، سرعت او مهارت سره ورشو.”

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د ایران پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني یادونه هم وکړه او په خبره یې هغه زرګونه کسان ووژل: “ما ډېر مخکې پرېکړه وکړه، چې دا به نه پرېږدم، چې دوام وکړي. دا به نور دوام نه کوي.”

نوموړي دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ته هم مبارکي ورکړه او په وینا یې دوی د “اسرائیل پر وړاندې د دې وحشتناک ګواښ” له منځه وړلو لپاره د “یوه ټیم” په توګه کار وکړ.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button