نړۍ

د ایران دولتي رسنیو پر اسرائیل د فتح-۱ نومي توغندي توغولو اعلان وکړ

د نیمه دولتي خبري اژانس مهر له لوري پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویل شوي، ایران د اسرائیل پر لور ”فتح-۱ توغندي” توغولي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم د دې ډول توغندیو توغول کېدو خبره کړې او دواړو سرچینو د سپاه پاسداران ځواک په حواله دا رپوټ خپور کړی.

د پریس ټي وي په رپوټ کې راغلي سپاه پاسدران له قوله ویل شوي، د عملیاتو تازه پړاو پرېکنده هغه دی او په وینا یې د فرسټ جنرېشن توغندیو کارول د اسرائیل ‘افسانوي’ دافع هوا نظام لپاره ”د پای پیل ښيي.”

له بلې خوا د امریکا کانګرېس غړي د هغې مسودې په هکله بحث کوي، چې له ایران سره مخامخ جګړې کې د ښکېلتیا په تړاو د ولسمشر ټرمپ وړتیا محدودوي.

د جګړې واکونو پرېکړه لیک په نامه دا مسوده وايي، ټرمپ نه شي کولای بې تائیده پر ایران داسې ګوزارونه وکړي، چې لومړی یې کانګرېسه تائید نه وي ترلاسه کړی.

د امریکا مشرانو جرګه یا سېنیټ کې د دې مسودې په هکله د بحث په لړ کې د ویرجینیا دیموکرات سناتو ټیم کایني وویل، که امریکا د ایران پر ضد جګړه کوي، دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې درېیمه جګړه وي، چې امریکا یې په منځني ختیځ کې کوي.

د نوموړي په وینا له ایران سره داسې یوه جګړه به ”د دې هېواد لپاره یوه ناوریني تېروتنه” وي او په منځني ختیځ کې به پر امریکايي اډو د پراخو بریدونو لامل شي.

په ورته وخت کې د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ایران سپاه پاسدران ځواک د اسرائیل پلازمېنې تل ابیب اوسېدونکو ته امر کړی، چې له خپلو مېنو ووځي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، د ختیځ له لوري راغلي دوه ډرونونه یې په نښه کړي، چې له کبله یې د اسرائیل مړه سمندر په سیمه کې د خبرداري سائرنونه یا ټلۍ وغږول شوې.

د جګړه ییز حالت په ورته وخت،د امریکا جنګي الوتکې په داسې حال کې د انګلنډ په ختیځ کې له یوې اډې پورته شوې دي، چې ډېری رپوټونو کې ویل شوي، امریکا د ایران او اسرائیل په شخړه کې له پوځي پلوه د ښکېل کېدو پلان لري.

د یوه اماتور عکاس لخوا اخیستل شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې ایف-۳۵ ډوله الوتکې د برېتانیا شاهي هوايي ځواک له لاکینهیټ هوايي اډې الوتې دي.

له دې الوتکو سره یوه داسې الوتکه هم مله وه، چې د ټانکر په توګه کار کوي او په هوا کې الوتکو ته تېل ورکوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button