
یوه لوبه ۳ سوپر اورونو ته ورسېده او درییم سوپر اورکې هیڅ منډه جوړه نه شوه.
د T20 درې اړخیزې لړۍ په لوبه کې، هالنډ له دریم سوپر اور وروسته نیپال ته ماتې ورکړه. د لومړي ځل لپاره په مسلکي کرکټ لوبه، T20 او لیست A کې، لوبه دریم سوپر اور تهلاړه او په لومړي ځل دییم سوپر اور کې هیڅ مڼډه جوړه نه شوه.
په ګالسکو کې د T20 درې اړخیزې لړۍ په لوبه کې، هالنډ له دریم سوپر اور وروسته نیپال ته ماتې ورکړه. هالنډ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې د نیپال ټیم د ۸ ویکټو په زیان سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې.
په لومړي سوپر اور کې، نیپال ۱۹ منډې جوړې کړې، او د نیپال ټیم هم د ۱۹ منډو په جوړولو بریالی شو.
په دوهم سوپر اور کې، هالنډ ۱۷ منډې جوړې کړې، او د نیپال ټیم هم د ۱۷ منډو په جوړولو بریالی شو.
خو په دریم سوپر اوور کې، نیپال په څلورو توپونو کې دوه ویکټې له لاسه ورکړې او کومه منډه یې جوړه نه کړه. هالنډ د ګټلو لپاره یوې منډې ته اړتیا درلوده، کله چې د هالنډ بیټسمین شپږیزه ووهله ترڅو لوبه وګټي.