نړۍ

د تهران اوسیدونکو ته د ډانلډ ټرمپ خبرداری.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پیغام کې وویل چې ”هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.”

د ولسمشر پیغام له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نن وختي اسرائیلي چارواکو د تهران شمال ختیځو برخو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه، چې له سیمې ووځي، چې په وینا یې دوی پلان لري، چې “پوځي تاسیسات” په نښه کړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې زیاته کړې، ایران باید هغه هوکړه لاسلیک کړې وای، چې ده د امریکا او ایران تر منځ د اتومي پروګرام پر سر وروستیو خبرو کې وړاندې کړې وه. ټرمپ په خپل پیغام کې په لویو تورو لیکلي: “په اسانه ټکیو مې وویل، ایران نه شي کولای (یوه) اتومي وسله ولري.””هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.”

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له جې۷ غونډې د ټرمپ وختي ستنېدل مثبته نښه ده. مکرون، چې د جې۷سرمشریزې له نورو ګډونوالو سره یو ځای په کاناډا کې دی وايي، له دې غونډې د ټرمپ ژر ستنېدل ”مثبته نښه او په منځني ختیځ کې د اوربند هوډ کیسه کوي.”

مکرون د کاناډا له وخت سره سم د دوشنبې پر مازدیګر وویل، ډونلډ ټرمپ د جي۷سرمشریزې ګډونوالو ته وویل، چې د اسرائیل او ایران تر منځ د اوربند په هکله بحثونه دوام لري، او اروپايي هېوادونه باید چمتو واوسي، چې له اوربند سملاسي وروسته له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه پورې له جي۷ غونډې د ولسمشر ټرمپ وختي ستنېدو خبر رسماً نه دی تائید کړی.

په ورته وخت کې چین پر سې شنبه په اسرائیل کې له خپلو اتباعو غوښتي چې ”ژر تر ژره” له دې هېواده ووځي.

په اسرائیل کې د چین سفارت پر وې چټ یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:

”په اسرائیل کې د چین ماموریت له چینايي وګړو غواړي چې څومره ژر کېدای شي په داسې شرط چې شخصي امنیت یې تضمین وي، په ځمکنۍ لار له دې هېواده ووځي. سپارښتنه دا ده، چې د اردن پر لور وخوځېږئ.”

د چین سفارت پر سې شنبه وویل، کړکېچ پرلپسې زیاتېږي.

چینايي سفارت وايي’ډېرو ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی. ملکي تلفات ډېرېږي او د امنیت وضعیت جدي بڼه غوره کوي.”

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button