نړۍ

اسرائیلو تهران کې دفاع وزارت په نښه کړی،‌ ایران پر اسرائیلو تازه توغندي توغولي

د رسمي راپورونو له مخې، په تهران کې د ایران د دفاع وزارت پر دوو ودانیو اسرائیلو بریدونه کړي دي. داسې ښکاري هغه څه چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ له درېیو ورځو پراخو هوايي بریدونو وروسته روان دي، له پوځي شخړې په جګړه بدل شوي دي. د دواړو هېوادونو د مشرانو ګواښونه په وروستیو ساعتونو کې د یو بل په وړاندې بې ساري کچې ته لوړ شوي دي او په سیمه کې لږترلږه تر اوسه ایران کې زېربنایي بنسټونه په نښه شوي دي.

د “شرق” ورځپاڼې یوه وېډیو خپره کړې چې په کرج ښار کې د یوې لویې چاودنې انځورونه پکې ښودل کېږي.

د دې چاودنې بېلابېل عکسونه خپاره شوي او ځینې کاروونکو ویلي، له کرج نه تهران ته په اتوبان کې د چاودنې له ځایه لوګی پورته کېږي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، د سپاه پاسداران یو نظامي مرکز په نښه شوی دی.

د رسنیو ترلاسه شويو عکسونو له مخې، د تهران د نوبنیاد سیمه د اسرائیلو د بریدونو هدف وه او هلته یوه لویه چاودنه وشوه.

د ‘ایلنا’ خبري اژانس تایید کړه چې “په تهران کې د دفاع وزارت مرکزي دفتر” اسرائیلي “الوتکې” په نښه کړی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د نوبنیاد په سیمه کې د “د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو د ملاتړ مرکزي دفتر” ودانۍ “د مرکزي دفترونو له اداري ودانیو یوه وه.”

ایلنا لیکلي چې ودانۍ ته “لږ زیان” اوښتی او د “د دفاع وزارت د دفاعي څېړنې او نوښت سازمان (سپند)” هم په سیمه کې په یوه بل برید کې زیانمن شوی.

د شرق ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې “په ختیځ تهران کې د چاودنې لوګی لیدل شوی.”

له تهرانه راپورونه وايي، اسرائیلو د ښار څو ځایونه په نښه کړي دي.

د شهران د تېلو له زېرمې د پراخه اور لګېدو راپورونه ورکړل شوي.

په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه تازه تیلېفوني اړیکه کې د اسرائیل د بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، هېواد به یې د ایران پر “ټولو سایټونو او هدفونو” برید وکړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، بریدونو د ایران اټومي بټیو ته دروند زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه:”په نژدې راتلونکي کې به تاسې اسرائیلي الوتکې، د اسرائیلو هوایي ځواک او زموږ پیلوټان د تهران په فضا کې ګورئ.”

له بلې خوا د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان ګواښ وکړ، که د اسرائیلو بریدونه دوام ومومي، نو دوی به “نور هم سخت” غبرګون وښيي.

ایرانی رژیم به دا د بقا جګړه وګڼي – دوی ورته چمتووالی هم نیولی. دوی به په دې جګړه کې هر څه چې لري وکاروي.

د دوی بریدونه تر اوسه محدود وو. د اسرائیلو استخباراتي ارزونه ښکارکوي چې په سیمه کې له تېرو ۲۰ میاشتو جګړې وروسته د ایران د وسلو زېرمې زیانمنې شوې خو بیا هم شاوخوا ۲۰۰۰ بالستیک توغندي لري او د لا نور تولید وړتیا لري.

ایران دغه توغندي د ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره کاروي چې ګڼ‌مېشتو استوګن‌ځایونو ته نږدې یا لیرې پراته دي. د بېلګې په توګه، په تل ابیب کې، د اسراییلو  د دفاع وزارت او نورو پوځي ځایونو په نښه کولو هڅه کوي خو توغندي یې په لنډ واټن کې غورځي او په استوګنځایونو لګېږي.

دا که قصدي وي یا ناڅاپي خو په ایران او اسرائیلو دواړو کې يې د ډېرې مرګ‌ژوبلې وېره شته.

د یادونې ده چې ایران نه غواړي امریکا په مستقیم ډول ښکیله کړي. د ایران مشر پوهیږي چې ایران په پوځي او سیاسي لحاظ نشي بریالی کېدلی. خو د جګړې له سختۍ سره ایراني پوځي چارواکي اوس په سیمه کې پر امریکایي اډو د بریدونو ګواښ هم کوي.

دوی تل باور درلود چې د دا ډول جګړې مخه امریکایي ولسمشرانو نیولې وه چې نتنیاهو ته به یې ویل: “نه، د ایران پر اټومي تاسیساتو برید نشئ کولئ، موږ به یوه ډیپلوماتیکه لاره ومومو – دا ساده خو خورا خطرناکه لاره ده.”

ولسمشر ټرمپ وايي چې هغه زرغون څراغ نه دی ورکړی، خو که ژیړ څراغ يې هم ورکړی وي، دا جګړه پیل شوې او هېڅ روښانه نه ده چې څنګه او کله به پای ته رسېږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button