خبر

د(افغان-ازبک) ترجیحی سوداګریز تړون

 

د افغانستان حکومت  له ازبکستان سره یې د ‘ترجیحي سوداګرۍ’ هوکړه لاسلیک کړه.

 

official

دافغانستان حکومت، له ازبکستان سره یې د ‘ترجیحي سوداګرۍ’ هوکړه او ګډ کاري پلان لاسلیک کړی چې د تعرفو د کمېدو، د سوداګریزو خنډونو ختمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدا ته لاره هواره کړي.

دافغانستان دصنعت اوسوداګرۍ وزارت په وېنا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دا هوکړه او ګډ پلان د تاشکند په څلورم نړیوال کنفرانس کې لاسلیک شو.‌

دغې ناستې ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره ورغلی و چې یاده هوکړه یې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر لذیذ قدرتوف سره لاسلیک کړه.

دراپورونو له مخې افغان پلاوي او ازبک اړخ پر یو لړ اوږدمهاله اقتصادي همکاریو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار کړی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button