په تهران کې د یوې ځوانې افغانې ښځې د مسخ شوي جسد موندنه د ایران او افغانستان د خلکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بشري حقونو سازمان “هنګاو” راپور ورکړی چې د کوبرا رضايي په نوم د دې ۲۶ کلنې افغانې ښځې مسخ شوی جسد، چې نږدې ۵۰ ورځې په تهران کې ورکه وه، د تهران په پیشوا ولسوالۍ (ښار) کې وموندل شو. د راپور له مخې، کبرا رضايي د کار په لاره کې وتښتول شوه او بیا ووژل شوه. ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ چې د پیشوا ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، سید اکبر عربی وویل چې وروسته له هغه چې د یوې ځوانې نجلۍ جسد په سیمه کې وموندل شو، پولیسو په لنډ وخت کې شکمن کس وپیژند او په ناڅاپي عملیاتو کې یې هغه ونیوله. د ایران د پولیسو چارواکي زیاته کړه: “نیول شوي کس د لومړنیو تحقیقاتو په جریان کې د وژنې اعتراف وکړ.” د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې، د الهه حسین نژاد په نوم د یوې ایرانۍ نجلۍ جسد په تهران کې وموندل شو چې هغه څو ورځې ورکه وه. د ښځو د حقونو فعالینو او په ټولنیزو رسنیو کې ایراني کاروونکو په تهران کې د دې دوو نجونو د تښتونې او وژنې وروسته په دې برخه کې د امنیتي او قانون پلي کونکو ادارو پر فعالیت سختې نیوکې کړې دي