خبر

روسیې د اسلامي امارت سفیر ومانه.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې، په مسکو کې د امارت د سفیر د منلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا خبره وکړه.

تر دې مخکې مسکو کې د امارت استازی د سرپرست یا شارژدافیر په کچه و.

روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کابل کې سفارت بند نه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې، مولوي ګل حسن د مسکو لپاره د اسلامي امارت د سفیر په توګه معرفي شوی دی.

د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی تر ډیپلوماټیکو راشو – درشو محدود نه دی. اسلامي امارت وړاندیز کړی چې له روسیې سره سوداګرۍ کې د روسیې او افغانستان پولي واحد یعني روبل او افغانۍ د ډالر پر ځای وکارول شي.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ سوداګري نږدې درې سوه میلیونه ډالره ده.

دا شمېر د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان له سوداګرۍ په څو برابره کم دی، خو غزیزي ویلي، له روسیې به د نفتو محصولاتو واردات پام وړ زیات شي.

پر روسیه د لوېدیځ له بندیزونو سربېره افغانستان له دغه هېواده تېل او ګاز واردوي او د روسیې د غنمو یو مهم مارکېټ دی.

د مالي او بانکي چارو شنونکی ضیا شفايي چې د افغانستان بانکي سکتور کې د کار تجربه هم لري، پر دې باور دی چې روسیه ښايي له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هغومره نه ده چې په افغانستان کې د ډالر کمښت جبران کړي او دا ډول کار ښايي د امریکا له غبرګون سره هم مخ شي.

همداراز اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستیو کې د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته سفر کې هم په یوه اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ او د مسکو او کابل ترمنځ پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

هغه دا هم وویل چې بېجینګ هم غواړي په سوداګرۍ کې پر ملي پیسو د راکړې ورکړې خبرې پیل کړي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالره ده.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو تېره اوونۍ د دغه هېواد د مهمو امنیتي چارواکو ناسته کې وویل، وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې د”منع شويو او ترهګرو ډلو” له نوملړه د طالبانو د ایستلو حکم ورکړ، اوس له کابل سره د همکاریو پراخه زمینه برابره شوې ده.

په داسې حال چې اسلامي امارت له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پام ډېر کړی، خو روسیه لا هم له افغانستانه امنتي اندېښنې لري.

د روسیې دفاع وزیر اندره بلوسوف ویلي چې له شلو ډېرې توندلارې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او شونې ده چې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

هغه د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د ټولیز امنیت تړون د دفاع وزیرانو غونډه کې زیاته کړه، “دا هره ډله له ۱۵ زرو ډېر وسلوال لري چې همسایه او تر هغه هاخوا هېوادونو ته یې احتمالي نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی.”

روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره اسلامي امارت ته د مرستې وړاندیز کړی دی، خو د کابل او مسکو ترمنځ د نظامي همکارۍ څرنګوالی او څومروالی لا روښانه نه دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button