
خبر
د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي
د اسلامي امارت د سرحدي پولیسو ریاست وايي، د را روان لوی اختر لومړۍ دوه ورځې به د سپین بولدک دروازه به د مسافرو پر مخ تړلی وي.
یاد ریاست زیاته کړې، چې دا دروازه به له دویمې ورځې وروسته د ورځې له ۱۲ بجو تر ۳ بجو مسافرو ته پرانېستل شي.
چارواکو زیاته کړې چې د سپین بولدک دروازه به د اختر له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې د بار وړنکو، خالي او ټرانزیټ موټرو پر مخ تړلې وي.
چارواکو نه دي ویلي، چې د کومو دلایلو له امله سپین بولدک دروازه د اختر تر څلورمې تړلې ساتي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په هلمند کې پاکستان سره د بهرامچې دروازه د دواړو لوریو له نښتې وروسته پرانېستل شوې ده.