خبر

اسلامي امارت له هغو هېوادونو د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت وایي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره شوې ده.

د اسلامي امارت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز ویلي چې په دې وروستیو کې هېڅ هېواد ته افغان څاروي هم نه دي صادر شوي.

دا وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې ایران له افغانستانه د څارویو واردول منع کړي دي.

خو د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت وویل، “په دې وروستیو کې ایران او بل هېڅ هېواد ته د افغانستان څاروي‌ نه دي صادر شوي. همدا راز د عامې روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو هم د څارویو واردول منع اعلان شوي چې د حیواناتو ناروغي پکې خپره ده.”

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هرات په ګډون د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه ورکړل شول چې د ‘طبق’ او د نورو حیواني ناروغیو له کبله د مالدارانو ګڼ څاروي مړه شوي دي.

مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، “له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیول شوي.”

د لوی اختر په رارسېدو سره د ‘کانګو’ په نوم د ناروغۍ خطر هم ډېرېږي چې تر ډېره له څارویو سره د تماس له کبله انسانانو ته ورځي.

د افغانستان ځينو سيمه‌ييزو رسنیو هم خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او یو شمېر کسان یې له کبله مړه شوي‌ هم دي.

د کاظم شهامت په وینا، “د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیولي دي او هڅه کوي چې د حیواني ناروغیو مخه ونیسي.”

په همدې حال کې کابل ښاروالي هم وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره یې د حیواني ناروغیو د مخینوي لپاره یو لړ لارې چارې سنجولې دي.

د کابل ښاروالۍ ادارې مالداران د سړکونو پر سر د څارویو له خرڅولو منع کړي او ځينې ځانګړي ځایونه یې ورته ټاکلي دي.

د کابل ښاروالۍ یوه مسؤل نعمت الله بارکزي وویل، “له ټولو ښاریانو مو هیله ده چې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې څاروي وپلوري او واخلي. ځکه چې د عامې روغتیا وزارت ټيمونه د کانګو وېروس چې د حیواناتو په څرمنې او ویښتانو کې وي، د کنټرول لپاره هلته دوا پاشي، نو خلک دې په دې کې له موږ سره یوه فرهنګي همکاري وکړي.”

ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د کابل ښاروالۍ ځينې “نظارتي ډلې” به په ښار – بازار کې ګزمې کوي، وضعیت به څاري او “ستونزو ته به ځان رسوي.”

دغه ۱۲ ځایونه د کابل ښار ۲۵ ناحیو لپاره په دې توګه ټاکل شوي دي چې معلومات یې کابل ښاروالۍ له بي‌بي‌سي سره شریک کړي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button