خبرنړۍ

نتانیاهو،جنګی جنایتکار دی(ایهود اولمیرټ)

زه نور د جنګي جرمونو د تورونو په وړاندې د اسراییلو دفاع نشم کولی

 

 

د اسراییلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمیرټ د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو او په غزه کې پوځي عملیات جنګي جرمونه وبلل.

د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، د اسراییلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمیرټ د امریکایي رسنیو سره په مرکه کې دا پوښتنه راپورته کړه چې که دا جنګي جرمونه نه وي، نو نور څه دي؟

د اسراییلو پخواني لومړي وزیر په حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې زه نور د جنګي جرمونو د تورونو په وړاندې د اسراییلو دفاع نشم کولی.

پخواني لومړي وزیر وویل چې نتنیاهو او د هغه د حکومت ښي اړخي غړي داسې اقدامات کوي چې د جنګي جرمونو پرته بل څه نشي توضیح کیدی.

ایهود اولمیرټ له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د اسراییل لومړی وزیر و

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button