خبرنړۍ

اروپايي هیواد مالټا د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو اعلان وکړ

موږ نشو کولی د بشري غمیزې څخه سترګې پټې کړو،  د فلسطین د دولت په توګه پیژندل یو اخلاقي مکلفیت دی

 

موږ نشو کولی د بشري غمیزې څخه سترګې پټې کړو،  د فلسطین د دولت په توګه پیژندل یو اخلاقي مکلفیت دی.

د مالټا لومړي وزیر رابرټ ابیلا اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. —

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د اروپايي هیواد مالټا لومړي وزیر رابرټ ابیلا راتلونکې میاشت د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو اعلان وکړ.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا اعلان د مالټا لومړي وزیر د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې وکړ، چې پکې هغه د سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه بحث وکړ، په ځانګړې توګه په غزه کې د روان بشري بحران په اړه.

د مالټا لومړي وزیر رابرټ ابیلا وویل چې موږ نشو کولی د بشري غمیزې څخه سترګې پټې کړو،  د فلسطین د دولت په توګه پیژندل یو اخلاقي مکلفیت دی.

هغه اعلان وکړ چې د جون په ۲۰مه د اسراییل او فلسطین د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو له کنفرانس وروسته به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

مالټا د تیر کال په اپریل کې په امنیت شورا کې د ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د ورکولو په حق کې رایه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې څخه ۱۴۷ یې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

تیر کال، ارمنستان، سلووینیا، ایرلینډ، ناروې، هسپانیه، بهاماس، ترینیداد او ټوباګو، جمیکا او بارباډوس هم ورسره یوځای شول.

خو، سره له دې چې د فلسطین دولت لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ مخ په زیاتیدو دی، څو لویو لویدیځو هیوادونو لکه امریکا، آسټرالیا، بریتانیا او جرمني لا تر اوسه دا په رسمیت نه دی پیژندلی.

تېره میاشت، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا امکان څرګند کړ چې فرانسه کولی شي په راتلونکو میاشتو کې یو فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button