
هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بیا پیل کړه
هند یو ځل بیا افغان اتباعو ته د بېلابېلو ویزو د ورکولو بهیر پیل کړی، چې پکې سوداګرو او هنرمندانو ته هم ویزې شاملې دي.
دا اعلان د هند د حکومت یوې رسمي ویبپاڼې پرون (شنبې) خپور کړ او ویې ویل، دا اقدام له پنځو کلونو وروسته شوی دی. هند د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه ودروله او خپلې کونسلګرۍ او سفارت یې بند کړل.
سره له دې چې د هند حکومت تر اوسه افغانانو ته د ویزو د بیا پیل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د حکومت یوه سرچینه The Hindu ورځپاڼې ته ویلي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو لپاره د نوې آنلاین ویزې ماډیول فعال شوی دی.
د ویزو ډولونه
د indianvisaonline.gov.in وېبپاڼې له مخې، اوس یو نوی “New AFGHAN Visa” پورټل پرانستل شوی، چې افغان اتباع کولی شي آنلاین ویزه ترلاسه کړي.
په دې پورټل کې لاندې ویزې شاملې دي:
- تحصیلي (Student)
- سوداګري (Business)
- درملنه (Medical)
- د ناروغ ساتونکی (Medical Attendant)
- ننوتنه/ورود (Entry)
- د ملګرو ملتونو دیپلومات (N. Diplomat)
د اسنادو شرایط:
غوښتنلیک ورکوونکي باید لاندې اسناد پورته کړي:
- له سپین شالید سره مخامخ تازه عکس
- د پاسپورټ د بایو/عکس پاڼه
- د تابعیت تذکره (Tazkira) چې نوم، د زیږون نېټه، تابعیت، د اعتبار موده او نور شخصي معلومات پکې وي.
هغه هنرمندان، فرهنګي شخصیتونه، اکادمیک کسان، او مسلکي خلک چې د پېژندل شویو بنسټونو له خوا د لنډ مهالو فرهنګي فعالیتونو لپاره هند ته راځي (بې له امتیاز یا معاوضې) کولی شي د “ننوتو ویزې” لپاره غوښتنه وکړي.
همداراز، هغه ماشومان چې له پخوانیو واده شویو افغان والدینو څخه دي او اوس د هند له یوه وګړي، یا د هند د اصل شخص، یا کارت لرونکي سره واده شوی وي، هم کولی شي د ننوتو ویزه ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ ویزه (Business Visa):
- ورزشکاران او روزونکي چې د هند په تجارتي سپورتي پیښو کې ګډون کوي.
- هغه افغانان چې غواړي په هند کې سوداګریز یا صنعتي کاروبار پیل کړي.
- هغه کسان چې د اوږدمهالو تجارتي فعالیتونو لپاره مکرر سفر ته اړتیا لري.
- پانګوال او د هغوی ملګري.
نور شرایط:
- هغه افغانان چې په هند کې ملکیت لري،
- هغه والدین چې بچی یې د لوړو زدهکړو لپاره هند ته تللی وي،
- یا هغه والدین چې له ۱۸ کالو کم عمره اولاد لري، هم کولی شي د ننوتو ویزې لپاره غوښتنه وکړي.
شالید:
هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د افغانستان لپاره هرراز ویزې ځنډولې وې. یوازې د “Emergency X-Miscellaneous Visa” په نوم یو بېړنی ډول ویزه اعلان شوې وه، چې ډېری یې یوازې د هندوانو او سیکهـ لږکیو لپاره منظور شوې وې.
له اسلامي امارت سره تماس
د مې میاشتې په ۱۵مه، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دا د طالبانو له ادارې سره د هند د یوه وزیر په کچه لومړی رسمي تماس ګڼل کېږي، سره له دې چې هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.