
دبلوچستان په خضدار سیمه کې د زده کوونکو پربس باندی وسلوال برید شوی دی
په خضدار کې، زیرو پواینټ سره نږدې د ښوونځي بس کې چاودنه شوې، چې په کې د ۳پنځو ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR په وینا، د بلوچستان پهعالق خضدار سیمه کې ترهګرو دزده کووکو پر لېړدوونکي بس باندی برید کړی دی. په دې بزدلانه برید کې د ښوونځي بې ګناه ماشومان په کمین کې وژلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دی برید کې د ۳ ماشومان په ګډون، ۵ کسان وژل شوي او ډېر ماشومان ټپیان شوي دي.
آی ایس پي آر چې د پاکستان د پوځ ویاند دی ،ادعا کوي چې، په خضدار کې د هند لخوا یو بزدلانه ترهګریز برید پلان شوی و، د هغه په وېنا په بلوچستان کې د هند نیابتي وسله والو دا پلان ترسره کړ، دپاکستان پوځ وایی په جګړه کې د هندي ځواکونو ناکامي او په بلوچستان کې د نیابتي ځواکونو لخوا ترهګري ترسره کیږي.
له بلې خوا، د خضدار مرستیال کمشنر وویل چې په چاودنه کې ۳۵ ماشومان ټپیان شوي دي، او ټپیان د خضدار سي ایم ایچ ته لیږدول شوي دي، چیرې چې دوی ته طبي مرستې ورکول کیږي.
د خضدار مرستیال کمشنر وايي چې د پیښې ځای محاصره شوی او شواهد راټول شوي دي.