
ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به ‘سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي’
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره له دوه ساعته ټيليفوني خبرو اترو وروسته ويلي، روسيه او اوکرايين به “سملاسي” د اوربند او جګړې د پايته رسولو لپاره خبرې پيل کړې.
ټرمپ چې دا خبرې “ډېرې ښې” بللې ويلي، د سولې شرايطو په اړه بايد د دواړو خواو تر منځ خبرې وشي.
سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.
د روسيې ولسمشر ويلي، چمتو دی چې له اوکرايین سره د “ممکنه سولې تړون پر هوکړه ليک” کار وکړي. د اوکرايين ولسمشر بيا دا “ټاکونکې شېبه” بللې او له امریکا يې غوښتي چې له مذاکراتو ځان لرې نه کړي.
پوتین په خپلو خبرو کې د امريکا او اروپايي هېوادونو د هغې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي چې له قيد او شرط پرته دې ۳۰ ورځنی اوربند وکړي.
له ټرمپ سره له ځانګړو خبرو وروسته، زېلېنسکي يو ځل بيا “له قيد او شرط پرته د مکمل اوربند” غوښتنه تکرار کړه او خبرداری يې ورکړ چې که مسکو چمتو نه وي “بايد سخت بنديزونه پرې ولګول شي.”
ټرمپ د پوتين سره له ټيليفوني خبرو وروسته پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، “روسیه او اوکرايين به سملاسي د اوربند او تر ټولو مهم د جګړې د پايته رسولو لپاره مذاکرات پيل کړي”. نوموړي ويلي چې دا خبره يې زېلېنسکي ته په دویمه ټيليفوني اړيکه کې چې نورو نړيوالو مشرانو هم په کې وو کړې ده.
ټرمپ زياته کړې، “د دې لپاره شرايط به د دواړو هېوادونو له خوا وټاکل شي، ځکه دوی له هغو جزياتو خبر دی چې نور څوک نه پرې پوهېږي”.
زېلېنسکي ويلي د خبرو اترو پروسه کې بايد “د امریکا او اروپا استازي په مناسبه کچه” ګډون ولري.
نوموړي ويلي، “دا زموږ ټولو لپاره مهمه ده چې امریکا له دې خبرو او د سولې له هڅو لرې نه شي، ځکه يوازېنی کس چې له دې وضعيت ګټه پورته کوي، هغه پوتين دی”.
ټرمپ وروسته په سپنه ماڼۍ کې د يوې غونډې پر مهال وويل، امریکا به د روسیې او اوکرايين سره د خبرو اترو له منځګړيتوبه لاس وانخلي خو زياته يې کړه چې په “ذهن کې يې سره کرښه کاږلې”، که دواړه خواوې پرمختګ نه کوي، بيا به فشار راوړل بند کړي.
نوموړي دا هم رد کړه چې ګواکې امريکا له منځګړيتوبه په شا کېږي.
په تېرو څو اوونيو کې ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړی و چې که په خبرو اترو کې پرمختګ ونشي، امریکا به له مذاکراتو لاس واخلي.
کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې د روسيې په اړه يې نظر څه دی، ده وويل، فکر کوي پوتين نور له جګړې ستړی شوی او غواړي جګړه پايته ورسېږي.
بل پلو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له ټرمپ سره دا خبرې “ډانګ پېيلې معلوماتي او رغنده” بللي او د اوربند د شونتيا يادونه يې هم کړې ده.
نوموړي ويلي، “موږ د امريکا له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې روسيه چمتو ده له اوکرايين سره د امکان وړ سولې هوکړې په اړه پر يو يادښت کار وکړي.”
د روسیې ولسمشر ويلي، “ښاغلي ټرمپ د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ. ما ټینګار وکړ چې روسیه هم د اوکرایین د کړکېچ سوله ایز حل غواړي. موږ یوازې د سولې په لور د تګ لپاره ترټولو اغېزمنې لارې ټاکلو ته اړتیا لرو.”
د روسیې ولسمشر يوه سلاکار يوري اوشاکوف ويلي، “په دې خبرو کې د اوربند د مهال وېش په اړه څه نه دي ويل شوي… که څه هم ټرمپ پر دې ټينګار کوي چې ژر تر ژره دې يو ډول هوکړې ته ورسېږي.”
د اوکرایین او روسیې استازو د جمعې په ورځ په استانبول کې مخامخ خبرې وکړې خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
سپینه ماڼۍ وايي د سولې د هڅو ورو پرمختګ ښاغلی ټرمپ “ستړی او نهيلی کړی دی”.
د امریکا ۷۸ کلن ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکرایین جګړه پایته ورسوي، خو له هغه وخت راهیسې ډیپلوماټیکو هڅو لږې لاسته راوړنې لرلې دي.