خبر

افغان مجاهدینو یا بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا نه لرو(نورولي محسود)

زمونږ جنګیالي د پاکستان دننه د چریکي جګړو لپاره بسنه کوي.

 

د تحریک طالبان پاکستان مشر، مفتی نور ولي محسود، په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوی ډله د افغان  یا بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا نه لري او د دوی خپل جنګیالي د پاکستان دننه د چریکي جګړو لپاره بسنه کوي.

محسود دا څرګندونې په یوه تازه خپره شوې ویدیويي پیغام کې کړې دي، او له افغان وګړو یې غوښتي چې د خپل حکومت د ثبات پر پیاوړتیا تمرکز وکړي، او ټینګار یې کړی چې دا د هغوی دینی وجیبه ده، نه دا چې د پاکستان جګړو ته ور ګډ شي.

نور ولي مسعود وایی چې د دوی پوځي ځواک کافی دی بلکی مسلمانان باید دقلم،ژبې او مالي مرستو له لارې ورسره همکاري وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان پر افغان حکومت تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته پناه ورکوي او له افغان خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

خو افغانستان تل دا ادعاوې رد کړې دي.  حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به هېڅ ډلې یا فرد ته اجازه ورنکړي چې د بل هېواد پر ضد یې وکاروي.

محسود په ښکاره ډول دا اعلان کوي چې د دوی مبارزه «خپلواکه» ده او د افغان جنګیالیو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP)  له کلونو راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي. د دې ډلې مشر، مفتی نور ولي محسود، د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی دی او د ۲۰۱۸ کال راهیسې د TTP مشري کوي. په ۲۰۲۰ کال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوموړی د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړ. [1]

پاکستاني چارواکي، په ځانګړي ډول د دفاع وزیر خواجه آصف، پر افغان حکومت تور لګوي چې د TTP جنګیالیو ته پناه ورکوي او له افغان خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د جون له ۱۶مې تر ۳۰مې پورې، د TTP جنګیالیو له افغان خاورې څخه لږ تر لږه ۲۲ بریدونه کړي دي. [2]

د مفتی نور ولي محسود څرګندونې ښيي چې TTP دپاکستاني چارواکو ادعاوې سمې نه دي بلکې دوی په خپلو امکاناتو له پاکستاني پوځ سره مقابله کوي.

 

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button