
اسراییلي بوځ به غزه کې بېساري اوپراخ عملیات پېل کړي دي
اسراییلي پوځ نه دی توانېدلی چې خپل ایران راخوشی کړي او یا هم د القسام کوم قوماندان ونیسي
اسراییلي سرچینه: یوه ځانګړې قوه خان یونس ته ننوته ترڅو اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي او د القسام یو قوماندان وتښتوي، خو په عملیاتو کې هیڅ یو یرغمل شوی کس خوشې نه شو.
اسراییلي سرچینې وایی چې اسراییلو یو ځانګړی ځمکنی ځواک د خان یونس مرکز ته ننوتلی دی ترڅو د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو ماموریت ترسره کړي. خو، دغو سرچینو ټینګار وکړ چې “په دې عملیاتو کې هیڅ یو اسراییلی یرغمل نه دی خوشې شوی.”
په عین حال کې، یوې اسراییلي سرچینې څرګنده کړه چې “د عملیاتو هدف د القسام لوا (د حماس پوځي څانګه) د یو قوماندان تښتول او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول وو.”
خو هدف ته تر نه رسیدو وروسته، د اسراییلو د پوځ ویاند اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونه په ټوله غزه کې د “ګیدون د ګاډو” عملیات ترسره کوي، پرته له دې چې د خان یونس عملیاتو یادونه وکړي.
دځایی سر چېنو په وېناد اسراییلو د هوايي بریدونو لړۍ د غزې په جنوبي برخه کې د خان یونس سیمې په نښه کړې دي.
هغه زیاته کړه چې دوه بریدونه د پوځي چورلکو لخوا او دریم برید د اسراییلي جنګي الوتکو لخوا ترسره شو، چې د خان یونس ښار ختیځ ته د الوتکې څخه د درنو ډزو سره سمون خوري.
هغه دا هم تشریح کړه چې یو له هوایي بریدونو څخه د غزې په جنوب کې د ناصر روغتون ته څېرمه یو ښوونځی په نښه شو.
د اسراییلو پوځ پرون اعلان وکړ چې ځمکنیو ځواکونو یې د “د ګیدون د ګاډو” عملیاتو د یوې برخې په توګه د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
د اسراییلو د پوځ چارواکو اعلان وکړ چې پنځه پیاده او زغروالې لواګانې په عملیاتو کې برخه اخلي؛ یو عملیات چې د غزې د تړانګې د ځینو برخو بشپړ بیرته نیول او بشپړ سطحه کول پکې شامل دي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د یکشنبې په ورځ په غزه کې د “درنې پوځي جګړې” د پیل اعلان وکړ.
هغه زیاته کړه چې اسراییلي ځواکونه غزې ته ننوتلي دي. هغه په یوه ویډیو کې چې په ایکس پلیټ فارم کې یې په خپل اکاونټ کې خپره کړې، وویل: “موږ د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په زور سره غزې ته ننوتي یو.”
د رویټرز په وینا، اسراییل هڅه کوي چې په غزه تړانګه کې د پوځي فشار په زیاتولو سره حماس دې ته اړ کړي چې د خبرو اترو په میز کې ډیر امتیازات ورکړي.
په مقابل کې، حماس د جګړې د بشپړ پای ته رسیدو او د بندیانو د بشپړ خوشې کیدو په بدل کې د بشري مرستو د ننوتلو په شرط ټینګار کوي.
د اسراییلو د پوځ اټکلونه ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۷مې پورې شاوخوا ۵۸ بندیان لا هم په غزه کې ساتل کېږي، چې له دې ډلې ۲۴ یې ژوندي دي.