نړۍ

د امریکا سترې محکمې د کډوالو د فوري ایستلو په باب د ټرمپ فرمان رد کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، د ۲ مخالفو رایو په مقابل کې په ۷ رایو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان مخه ونیوله چې غوښتل یې یو شمېر وینزویلایي کډوال، چې د “ترن د آراګوا” (TdA) نومې ورانکارې ډلې د غړیتوب تور پرې لګول شوی، بې له ځنډه له هېواده وشړي.

دا تازه پرېکړه د هغو حقوقي خنډونو یوه بله بېلګه ده چې د غیرقانوني مهاجرو د ایستلو لپاره د ټرمپ د هڅو پر وړاندې رامنځته شوې ده.

د امریکا د سترې محکمې دا پرېکړه د هغو افغانانو له قضیې سره هم مرسته کولی شي چې په امریکا کې یې د اوسیدو موده پای ته رسېدلې یا په غیرقانوني لارو دغه هیواد ته تللي دي.

د سترې محکمې په حکم کې راغلي، هغو کسانو، چې په ټکساس ایالت کې د مهاجرت په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي، د شړلو پر پرېکړې د اعتراض لپاره لازم وخت او معلومات نه‌ دي ترلاسه کړي. په حکم کې ویل شوي: «پرته له دې چې ووایي قانوني اعتراض څنګه کولای شي، تر شړلو یوازې ۲۴ ساعته مخکې خبر ورکول، هېڅ کافی نه‌ دي.»

سره له دې، سترې محکمې ټینګار کړی چې د یاد قانون د مشروعیت په اړه یې پرېکړه نه ده کړې او دا موضوع یې د نیواورلین په پنځمه استیناف محکمه کې د بیا کتنې لپاره پرېښې ده. دا حکم وروسته له هغه صادر شو چې راپورونه خپاره شول چې یو کس له السلوادور څخه په تېروتنه کې د هغو مهاجرو له ډلې وشړل شو چې د “ترن د آراګوا” د غړیتوب په تور نیول شوی و. د ټرمپ حکومت هم منلې چې د هغه بېرته راوستل ممکن نه‌ دي.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د مې ۱۶مه، په خپله خواله رسنۍ “تروت سوشال” کې د سترې محکمې پر دې پرېکړې سخت انتقاد وکړ او ویې لیکل: «د امریکا ستره محکمه ماته اجازه نه راکوي چې هغه کار وکړم چې خلکو پرې رایې راکړي دي. دا د امریکا لپاره یوه بده او خطرناکه ورځ ده.»

هغه دا پرېکړه، چې د ځینو مهاجرو د وژونکو، د نشه‌یي موادو د قاچاقبرو او بانډونو غړو د ایستلو مخه نیسي، د خپل حکومت پر وړاندې یو خنډ وباله، او ویې ویل چې اوس دولت باید د اخراج لپاره «یو اوږد، ډېرلګښته او وخت‌نیوونکی قانوني بهیر» تعقیب کړي.

دواړو محافظه‌کارو قاضیانو، کلارنس توماس او سامویل الیتو، د اکثریت له رایو سره مخالفت وکړ او د ټرمپ د دریځ ملاتړ یې وکړ. ټرمپ هم په خپل پیغام کې له هغوی څخه د «هېواد د ساتنې» لپاره د هڅو مننه وکړه.

ډونالډ ټرمپ، له هغه وخته چې بېرته سپینې ماڼۍ ته راګرځېدلی، د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او داسې جنایي بانډونه لکه “ترن د آراګوا” او “MS-13” یې ترهګرې ډلې بللي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button