نړۍ

حماس د نورو يرغملو د خوشي کولو وړانديز کړی

د حماس له خوا د نوي اوربند د وړانديز له مخې دا ډله چمتو ده چې نور يرغمل کسان خوشي کړي. حماس دغه وړانديز د شنبې په ورځ له تازه خبرو اترو وروسته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو پوځ په غزه کې نوي پوځي عمليات پيل کړي دي.

یوه فلسطیني چارواکي رسنیو ته ويلي، حماس هوکړه کړې چې نهه يرغمل به د ۶۰ ورځني اوربند او د فلسطيني بنديانو د خوشي کولو په بدل کې پرېږدي.

د ياد چارواکي په وینا، د نوي وړانديز له مخې به هره ورځ غزې ته د مرستو د ۴۰۰ ګاډو د ورتګ اجازه ورکول کېږي او د همدا ډول به ناروغاو ته اسانتيا برابرېږي چې له سيمې ووځي. اسرائيلو په بدل کې د پاتې يرغملو په اړه کره معلومات غوښتي دي.

د اوربند د نويو خبرو اترو دا پړاو د قطر او امریکا د منځګړو په مرسته د پلازمېنې دوحې په ښار کې د شنبې په ماسپښين پيل شوی.

تراوسه اسرائيلو په رسمي ډول د دې وړانديز ځواب نه دی ورکړی خو له خبرو اترو مخکې يې ويلي وو چې نه له غزې خپل ځواکونه وباسي او نه به د جګړې د پايته رسولو ژمنه کوي.

دا وړانديز په داسې حال کې شوی چې د اسرائيلو پوځ د شنبې په ورځ په غزه کې د نويو عملیاتو اعلان وکړ.

په وروستيو څو ورځو کې اسرائيلو په غزه کې مرګونه بريدونه ترسره کړي. د ژغورونکو په وينا له تېرې پنجشنبې راهيسې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي چې په هغو کې پر روغتونونو او د کډوالو پر پنډغالو بريدونه هم شامل دي.

له هغه راهیسې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ دوه مياشتنی نازک اوربند مات شو اسرائيلو د مارچ پر ۱۸ بيا بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

مرستندويه ادارې وايي، د غزې بشري کړکېچ لاپسې خراب شوی، اسرائیل له تېرو لسو اوونيو راهيسې غزې ته د خوړو او نورو مرستو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د روانې مياشتې په پيل کې د پراخو بريدونه ګوتڅنډنه کړې وه او ويلي يې وو چې د غزې شمالي برخې نيسي او حماس به له منځه وړي.

غزه کې د ننه يوې خبريالې غاده القرد ويلي چې “د غزې په شمال او ختيځ کې هوايي بريدونه، ډزې، ډرون بريدونه او حتی چادونې روانې دي.”

نوموړې حالت “ډېر وېروونکی” بللی دی.

دې زياته کړې، چې د لوړو بيو له کبله کورنۍ يې يوازې يو ځل خواړه خوري، اسرائيل يې تورن کړي چې خواړه د وسلې په توګه کاروي. هغه تور چې د ملګرو ملتونو چارواکو هم تائيد کړی دی.

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲.۱ ميلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، داسې ويډيوګانې او راپورونه خپرېږي چې ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ويلي وو چې په غزه کې “ډېر خلک له سختې لوږې” کړېږي خو د اسرائيلو حکومت دا تورونه رد کړي چې ګواکې په غزه کې د خوړو کموالی دی.

یوې بريتانوۍ ډاکترې وېکټوريا روز چې د خان يونس په ناصر روغتون کې کار کوي، بي بي سي ته ويلي، “ټيم يې ډېر ستری شوی” او د روغتون کارکوونکو “ډېر وزن له لاسه ورکړی” دی.

نوموړې ويلي، “ماشومان ډېر ډنګر شوي، ډېر داسې ماشومان دی چې غاښونه يې غورځېدلی دي.”

“ډېری ماشومان د سوځېدو ژور ټپونه لري، د دې کچې لوږې او کمزورتيا له کبله يې د مېکروبي کېدو ګواښ لوړ شوی او د رغېدو توان يې ډېر کم شوی دی.”،REUTERS

د اسرائيلو لومړي وزير د مې پر پنځمه ويلي وو چې اسرائيل په غزه کې پراخو عملياتو ته تياری نيسي او هغه وخت به پيلېږي چې ولسمشر ټرمپ د منځني ختيځ سفر بشپړ کړي. نوموړی د جمعې په ورځ له منځني ختيځه تللی دی.

په همغه ورځ د غزې شمالي او مرکزي برخو اوسېدونکو ته ويل شوي وو چې له خپلو کورونو او پناه ځايونو ووځي. مرستندويه ادارو دا کار نژدې ناشونی بللی ځکه چې ګڼ شمېر خلک له وړاندې بې کوره شوي دی.

د شنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ وويل، “تر هغه به عملیات ونه دروي چې نور حماس ګواښ نه وي او ټول يرغمل بېرته کورونه ته ستانه شوي نه وي.” اسرائيلي پوځ ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې “په غزه کې له ۱۵۰ ډېرې موخې په نښه کړې دي.”

د اسرائيلو دا پراخ عمليات د ملګرو ملتونو او ځينو اروپايي مشرانو له خوا غندل شوي دي.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني ويلي، “د نورو څومره فلسطينيانو ژوند به د هوايي بریدونو، لوږې او د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له کبله له منځه ولاړ شي؟”

“زموږ تر سترګو لاندې ظلمونه په یوه نوي عادي کار بدلېږي، په بې پروايۍ سره د نه زغملو وړ حالت د زغملو وړ ګړځي.”

له نویو بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش، د اسپانیا لومړي وزير پېډرو سنچېز او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انټونيو تاجاني د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې ده. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا نوي عمليات د غزې د خلکو لپاره “کړکېچن بشري وضعيت نور هم خرابوي” او د پاتې يرغملو پر وړاندې ګواښ زياتوي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button