
د کازان په اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت بیرغ پورته شو
دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادرنن د کازان په اقتصادي فورم کې ګډون وکړ.
د سرمشریزې په جریان کې، داسلامي امارت رسمي بیرغ د لیدونکو پلاوي د نورو بیرغونو تر څنګ په یوه رسمي موقعیت کې ځای پر ځای شو.
د یادونې وړ ده چې، په روسیه کې د منع شویو ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت دمشرانو د لرې کولو او د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په لاره کې د ځینو قانوني خنډونو د لرې کولو په اړه د وروستیو پرمختګونو وروسته، د روسیې حکومت هم د افغانستان د واکمنې ادارې له استازو سره د رسمي غونډې کوربه توب ته چمتووالی اعلان کړی و.
د کارپوهانو په وینا، د روسیې دا اقدام د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو لپاره د بنسټ ایښودلو په لور یو مهم ګام هم ګڼل کیږي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبالدین مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی عبدالغني برادر مسکو ته بلل شوی دی.
د کازان سرمشریزې رسمي ویب پاڼه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله لیکي: “زه ډاډه یم چې دا فورم به د تل په څیر رغنده وي او زموږ د هیوادونو او خلکو ترمنځ به د خبرو اترو او همکارۍ ژورولو کې مرسته وکړي.”