
امریکا او سعودي عربستان د ۱۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت دفاعي تړونونه لاسلیک کړل
سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په جریان کې، متحده ایالاتو او سعودي عربستان د ۱۴۲ ملیارد ډالرو په ارزښت دفاعي تړونونه لاسلیک کړل.
سپینه ماڼۍ وايي چې دا دفاعي تړون د سعودي عربستان د ۶۰۰ ملیارد ډالرو پانګونې ژمنې یوه برخه ده.
په دفاعي قراردادونو کې د GE ګاز توربینونو صادرات، د ۱۴.۲ ملیارد ډالرو انرژۍ سکتور قرارداد، او د ۴.۸ ملیارد ډالرو بوینګ ۷۳۷ الوتکو قرارداد شامل دي.
دخبري سزچینو پّ وېنا سعودي عربستان د متحده ایالاتو څخه د F-35 جنګي جټ الوتکو د احتمالي پیرود په اړه هم بحث کړی دی، مګر دا لا معلومه نه ده چې ایا د F-35 جنګي جټ الوتکو پیرود هم په دفاعي تړون کې شامل دی که نه.
د عربي رسنیو په وینا، دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اقتصادي ملګرتیا تړونونه او د تفاهم یادښتونه هم لاسلیک کړي دي، چې پکې د انرژۍ، کانونو، فضايي همکارۍ او روغتیا په ګډون نورې برخې شاملې دي.
تر دې وړاندې د سعودي هوايي حریم ته د ننوتلو سره، د سعودي جنګي جټ الوتکو د ټرمپ د هوايي ځواک یوه الوتکه هوايي ډګر ته بدرګه کړه.
د سعودي ولیعهد ټرمپ ته تود هرکلی ووایه او دواړو مشرانو د یو څه وخت لپاره نظرونه تبادله کړل.
د یادونې وړ ده چې د دې سفر په جریان کې به ولسمشر ټرمپ د خلیج همکارۍ شورا په غونډه کې هم ګډون وکړي او همدارنګه به قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.