
وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو تقاعد اعلان کړ
د نړۍ په کچه مشهور هندي توپ وهونکی وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو د سملاسي تقاعد اعلان کړی دی.
نوموړي دغه پرېکړه د انګلنډ پر وړاندې له پنځو ټېسټ لوبو وړاندې چې د جون پر ۲۰ مه پيلېږي کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې خبر لږ وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هند د ټېسټ لوبډلې کپټان روهېت شرما هم له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه.
کوهلي چې ۳۶ کلن دی د هند لپاره يې په ټولو ۱۲۳ ټېسټ لوبو کې ۹۲۳۰ مندې کړې دي. د منډو اوسط يې ۴۶.۸۵ دی.
وېراټ کوهلي پر ټولنيزو رسنيو ليکلي: “۱۴ کاله مخکې مې د هند د ټېسټ لوبو جامې واغوستې. دې فارمټ زه ازمويلی، روزلی او داسې زدکړې راکړې چې تل به راسره وي.”
کوهلي په ۲۰۲۴ کال کې د نړيوال شل اوريز جام له ګټلو وروسته له نړيوالو شل اوريزو لوبو د تقاعد اعلان کړی و خو تمه ده چې نوموړی به د هند لپاره په یو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ولوبېږي.
کوهلي په ۲۰۱۱ کال کې د وېسټ انډيز پر وړاندې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او وروسته د هند د ټېسټ لوبو کپټان شو. د ۶۸ لوبو مشري يې وکړه او له دې يې ۴۰ لوبې وګټلې چې همدې د هند تر ټولو بريالی لوبډلمشر کړ.
کوهلي وايي، “سپینو جامو کې لوبېدل يو ژور احساس راکوي، چوپه خواري، اوږدې ورځې، هغه شېبې چې ښايي نور يې ونه ګوري خو تل له لوبغاړي سره پاتې کېږي. د دې فارمټ پرېښودل اسانه نه دي خو سمه پرېکړه يې ګڼم. ما پوره هڅه کړې او دې ما ته تر تمې ډېر څه راکړي”.
د هند کرېکټ بورډ د کوهلي ستاينه کړې او وايي، “هغه د هند کرېکټ لپاره د غوره والي، مشرتابه او ژمنتيا معيارونه بدل کړل.”
د هند کرېکټ بورډ مشر راجر بېني وايي، “د وېراټ کوهلي نوم به د هغو افسانوي لوبغاړو په ډله کې وي چې د ټېسټ کرېکټ ښکلا يې نندارې ته وړاندې کړه. هغه نه يوازې غوښتل چې ډېرې منډې وکړي بلکې د سخت فارمټ پر وړاندې يې د لوړې کچې ژمنتيا هم لرله. د هغه مشرۍ له جرئت، باور او د ماتې نه منلو له ذهنيت سره د هند د لوبې بڼه بدله کړه”
“ده يوه نسل ته دا درس ورکړ چې د سپينو جامو [ټېسټ لوبو] قدر وکړي او د هغه اغېز به د لسګونو کلونو لپاره محسوسېږي”.
کوهلي له ډېرې مودې راهيسې د ۳۰ سليزو په لرلو د خپل نسل له څلورو غوره توپ وهونکو لکه د انګلنډ جو روټ، د اسټراليا سټيو سمېت او د نيوزيلنډ کېن وېليمسن یو ګڼل کېده.
يوازې سچن ټنډولکر، راهول ډراوېډ او سونيل ګواسکر د هند لپاره تر کوهلي ډېرې ټېسټ منډې کړې دي خو د لوبډلمشر په توګه د هند لپاره تر نورو ډېرې (۲۰) سليزې لري.
کوهلي په ټېسټ لوبو کې وروستۍ سليزه د تېر کال په نومبر کې د اسټراليا پر وړاندې ووهله چې دا يې د ۱۶ مياشتو په موده کې يوازنۍ سليزه وه.
له ۲۰۲۰ کال راهيسې کوهلي په ټېسټ لوبو کې يوازې دری سليزې بشپړې کړې وې او دغه موده کې يې د منډو اوسط ۳۰.۷۲ و.
د کوهلي شهرت، ځواک او اغېز بيانول اسانه نه دي. دی د نړۍ د تر ټولو ځواکمن کرېکټ خوښوونکي هېواد يو تر ټولو لوی ستوری دی چې تر ډېره به د ټېسټ لوبو مينوالو په زړونو کې ځای ولري.