
زلینسکي د ټرمپ له غوښتنې وروسته له پوتین سره د مخامخ لیدو لپاره چمتووالی وښود
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلېنسکي، ویلي چې چمتو دی د پنجشنبې په ورځ (د مې ۱۵مه) د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره په استانبول کې مخامخ وویني، څو د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له اوکراین وغوښتل چې د پوتین له لوري د مستقیمو خبرو لپاره د ترکیې وړاندیز ومني.
زلېنسکي ویلي: “نور د وژنو د دوام دلیل نشته. زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین په تمه یم. مخامخ.”
هغه مخکې هم ویلي و چې هېواد یې د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې اوربند وشي.
مستقیمو خبرو ته وړاندیز د کرملېن له لوري شوی، خو لا روښانه نه ده چې پخپله پوتین به هم په دې لیدنه کې ګډون کوي که نه. تر دې دمه مسکو هم د اوربند ژمنه نه ده کړې.
ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې اوکراین باید “سمدستي” دا وړاندیز ومني، ځکه دا کار ښودلی شي چې د جګړې د پای ته رسولو کومه لاره شته که نه.
هغه زیاته کړې: “لږ تر لږه ، دوی به وکولای شي معلومه کړي چې ایا کوم تړون ممکن دی که نه، او که ممکن نه وي، نو د اروپا او امریکا مشران به وپوهېږي چې حالات تر کومه حده رسېدلي او پر هغه اساس به تصمیم ونیسي.”
ټرمپ ټینګار کړی: “دا لیدنه همدا اوس ترسره کړئ.”
زلېنسکي هم په خپله د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه پوسټ کې هیله ښودلې چې روسیه دې له خبرو وړاندې اوربند ومني.
هغه ویلي: “موږ د سبا لپاره د یوه بشپړ او دوامداره اوربند په تمه یو، څو د سولې دپلوماتیکو هڅو ته اړینه زمینه برابره شي.”
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شنبې شپې ناوخته په یوه وینا کې اوکراین جدي خبرو ته بللی.
پوتین ویلي چې “د یو نوي اوربند” احتمال ردولای نشي، خو د ۳۰ ورځني اوربند د غوښتنې په اړه یې مستقیمه اشاره نه ده کړې.
بل لور ته، کرملېن وایي چې پوتین او د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې کړې دي، او اردوغان چمتووالی ښودلی چې په استانبول کې د سولې خبرو کوربهتوب وکړي.
له دې مخکې هم پوتین د اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و، او ویلي یې وو چې دا خبرې باید پرته له ځنډه ترسره شي.