خبر

هند او اسلامي امارت د پاکستان نوې ادعا رد کړه

دافغانستان پرخاورې هیڅ ډول برید نه دی شوی(خوارزمی)

 

دافغاننستان د ملی دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګنی د هند پوځ دافغانستان خینې سیمې هم په توغندیو ویشتي دي.

د دفاع وزارت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې هندوستان له خوادافغانستان پر خاورې هیڅ ډول برید نه دی شوی.

له بلې خوا د هند بهرنیو چارو سکرتر وکرم میسري یوې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې هند پر پاکستان د توغندیزو ګوزارونو په ترڅ کې پر افغان خاوره هم توغندیز او ډرون بریدونه کړي.

میسری زیاته کړهخ چې زه غواړم یوازې دومره ووایم چې داسې کومه اړتیا نه شته چې (څوک یې) افغانانو ته وریاده کړي، چې هغه کوم هېواد دی چې څو ځله یې یوازې په تېر یوه نیم کال کې د افغانستان ملکي تاسیسات په نښه کړي دي. له دې مخکې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د پاکستان پر نور خان، شور کوټ، او مرید پوځي اډو د هند د توغندیزو بریدونو ادعا تر څنګ ویلي و، چې هندي پوځ پر افغان خاوره هم توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

یاده دی وي چې دوه ورځې وړاندې دافغانستان اسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت د یوې خبرتيا په ترڅ کې ویلي وو چې دکړکیج دوام دسیمې په ګټه دی،هند او پاکستان دی له خبرو او دپلوماسۍ کار واخلي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button