
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل چې هند به د خپلې ښکاره غلطۍ تاوان ورکړي.
د پاکستان او د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر په مختلفو سیمو کې د هند د هوایي بریدونو وروسته، اسلام آباد ژمنه وکړه چې غچ به واخلي. هند د سې شنبې په شپه د “سندور” په نوم عملیاتو کې پر پاکستان برید وکړ.
د رویټرز په وینا، نوي ډیلي ادعا کړې چې د ترهګرو ډلو نهه اډې یې په نښه کړې دي چې د تیرې میاشتې په کشمیر کې پر هندو سیلانیانو برید سره تړاو لري. په هغه ترهګریز برید کې ۲۶ کسان ووژل شول، او هند یې پړه پر پاکستان واچوله.
د هند په وینا، د سې شنبې ورځې بریدونه دقیق وو او د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوي وو. په مقابل کې، پاکستان اعلان وکړ چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي، او ټینګار یې وکړ چې ټول هدفونه ملکي وګړي وو.
د پاکستان حکومت، په داسې حال کې چې د هند دا ادعاوې ردوي چې په هیواد کې یې د ترهګرو اډې شتون لري، ټینګار کوي چې په مناسب وخت او ځای کې به هند ته ځواب ووایی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل چې هند به د خپلې ښکاره غلطۍ تاوان ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل چې غچ اخیستونکي بریدونه به یوازې پوځي اهداف په نښه کړي. سربېره پردې، د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې پنځه هندي جنګي الوتکې او یوه بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې ده، که څه هم هند دا ادعا ردوي.
لکه څنګه چې د کشمیر په پوله کې درنه جګړه تبادله کیږي، د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي. شنونکو خبرداری ورکړی چې د هند د بریدونو شدت، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله خورا سخت دي، د پاکستان له خوا د پراخ غبرګون لامل کیدی شي.
نړیوالو چارواکو، په شمول د ملګرو ملتونو د سرمنشي، او چین، روسیې او انګلستان، د زغم غوښتنه کړې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې خپل اختلافات حل کړي.
په عین حال کې، د پاکستان مالي بازارونه سخت بې ثباته شول، او څو هوايي شرکتونو هند او پاکستان ته الوتنې لغوه کړې. د رویټرز په وینا، د کشمیر د شخړې په شرایطو کې، دا پوځي نښته د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیمې پیړۍ څخه ډیر وخت دمخه د بشپړې کچې جګړې راهیسې ترټولو لویه نښته ګڼل کیږي.