پرروغتیايی کارکوونکواوامدادرسوونکو داسراییلو بمباري مستنده شوه

 

خپره شوې ویډیو ښيي چې اسراییلي پوځ پر طبی کار کوونکو ناتاره ډزې کوي

په غزه کې د طبي کارکوونکو په وړاندې د اسراییلي پوځ د ډزو ویډیو خپره شوه،
خپره شوې ویډیو ښيي چې د اسراییلو پوځ په غزه کې په طبي پرسونل بې ناتارې ډزې کوي.

د یوې بهرنۍ خبري ادارې د راپور له مخې، په غزه کې د اسراییلي پوځ بریدونه دوام لري او د اسراییلي پوځ د بمبارۍ په پایله کې ۴۳ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

له بلې خوا، یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې د اسراییلو پوځ په غزه کې په طبي پرسونل بې درېغه ډزې کوي.

تر دی وړاندې اسراییلي پوځیانو غزې ته د مرستو او رضاکارانو لېږدونکې کښتۍ هم په نړیوالو اوبو کې بمبار کړې وه
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونه دوام لري، ۴۰ نور فلسطینیان شهیدان شوي
د ویډیو په اړه امریکایي رسنۍ وايي چې د اسراییلو دا ادعا چې ډزې د سمدستي ګواښ له امله شوې دي، غلطه ده.

عیني شاهدان او ویډیويي شواهد ښیي چې اسراییلي سرتیرو د شپږو دقیقو لپاره پرته له کوم ځنډه ،پر ۱۵ بې وسلې طبي پرسونل ډزې وکړې.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *