
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړیو ۱۰۰ ورځو فعالیت استثنایی وباله، خو حقایق برعکس شول.
د یوې امریکایي ورځپاڼې د راپور له مخې، د ونډو بازارونه د ټرمپ ادارې له ۱۹۷۴ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شول.
په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ ادارې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د تعرفو ټکانونو نړیوال مالي سیسټم ولړزاوه، چې د S&P شاخص کې ۷٪ کمښت له ۱۹۷۴ راهیسې تر ټولو لویه ّایله یي ده.
د عامه شرکتونو ارزښت له ۶.۵ ټریلیون ډالرو څخه زیات له منځه لاړ.
د راپور له مخې، د ونډو بازارونه اوس ښه شوي، خو د تعرفو د شاک څپې لا هم شته.
یاده دی وِِی چې پرون په میشیګان کې ډونالډ ټرمپ د حکومت د ۱۰۰ ورځو د بشپړیدو د لمانځلو پر مهال په یوه غونډه کې وویل چې موږ اوس پیل کړی دی، زه خوشحاله یم چې د هیواد په تاریخ کې د تر ټولو بریالي ۱۰۰ ورځو د بشپړیدو لمانځنه کوم.
ولسمشر ټرمپ وویل چې هرڅوک وايي چې د حکومت لومړۍ ۱۰۰ ورځې خورا بریالۍ وې، موږ له خپل حکومت څخه لیونتوب لرې کوو، موږ امریکا بیا لویه کوو او دا په چټکۍ سره پیښیږي.
د ولسمشر په توګه د ټرمپ دوهمه دوره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو جنجالي او لرې واټن دوره بلل کیږي.