ورزش

د ۱۴ کلن هندي کرېکټ لوبغاړي نوی ریکارډ: سوریاوانشي په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله

د کرېکټ په روانو ای‌پي‌اېل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې ۱۴ کلن وېبو سوریاوانشي تاریخ جوړ کړ او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په شل اووره لوبو کې چټکه سلیزه وهي.

دې چپ لاسي زلموټي د ‘راجستان رایلز’ لپاره د ‘ګجرات ټايټنز’ پر وړاندې ښکلې لوبه وکړه او د راشد خان توپ اچونې سره هم مخامخ شو. سلیزه یې د راشد خان په یوه توپ د شپږیزې په وهلو سره پوره کړه.

ټولټال یې ۳۸ توپونه ولوبول او ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې چې اووه څلوریزې او ۱۱ شپږیزې پکې شاملې دي.

د خپلې لوبډلې له بل توپوهونکي یشاسوي جېسوال سره یې په ګډه ملګرتیا ۱۶۶ منډې وکړې چې هغه هم په ۴۰ توپونو ۷۰ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

تر راشد خان وروسته چې پراسد کرېشنا سوریاوانشي ته توپ اچونه پیل کړه نو په ‘یارکر’ بال یې وېکټ ترې وویشتله، ویې سوځاوه او د کرېکټ په اصطلاح د دوی اوږد “پارټنرشېپ” یې مات کړ.

له دې سره وېبو سوریاوانشي په ای‌پي‌اېل سیالیو کې دویم او د یوه هندي لوبغاړي په توګه لومړی تر ټولو ګړندۍ سل منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

تر ده مخکې په ۲۰۱۳ کې په دې لوبو کې د ويسټ انډيز کرېس ‌ګېل په ۳۰ توپونو سلیزه وهلې وه. ګېل هغه مهال په ای‌پي‌اېل کې د ‘رایل چېلېنجرز’ لپاره د ‘پونې وارییرز’ په خلاف لوبېده.

په دې لوبه کې ګجرات ټايټنز په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې کړې وې چې سیالې راجستان رایلز لوبډلې د سوریاوانشي چټکې سلیزې په مرسته په ۱۵ اوور کې ټاکل شوی هدف ترلاسه او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې لوبه د اتو وېکټو په توپير وګټله.

دیادونې ده چې سوریاوانشي تازه همدا تېره میاشت خپله ۱۴ کلني ونمانځله.

هغه وېبو سوریاوانشي چې څو کاله مخکې یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ کتلې، تېر کال پرې په همدې لوبو کې بولي وشوه او راجستان رایلز لوبډلې په شاوخوا ۱۱ میلیونه هندي روپیو د لوبو لپاره واخیست.

دی د هند د ای‌پي‌اېل په تاریخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو چې د همدې روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې خپلې لوبډلې د لوبېدو چانس ورکړ. وړتیا یې په هماغه لومړۍ لوبه کې ښکاره کړه چې په لومړي توپ یې شپږیزه ووهله.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې چې دی لا ۱۳ کلن و، په ۵۸ توپونو یې سلیزه ووهله او د خلکو په خوله شو.

په هغه لوبه کې دی د هند تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبډلې لپاره د ځوانانو په ټېسټ لوبه کې د اسټرالیا په خلاف په چېنای کې لوبېده.

دی تېر کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې هم ولوبېد او منډې يې وکړې.

سوریاوانشي د هند په لوېدیځ ایالت بېهار کې رالوی شوی او هماغلته یې د خپل ایالت لپاره د کرېکټ لومړۍ درجه یا فرسټ کلاس لوبې هم کړې دي.

د هند غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل اېکس‌پاڼې د سوریاوانشي د خولې خبرې هم خپرې کړې دي چې دی پکې د خپل مور او پلار “منندوی” دی.

دی وايي، “زه چې نن هر څه یم، د خپل مور او پلار له برکته یم. چې تمرین ته به تلم نو مور به مې کله سهار وختي اته بجې راته پاڅېدلې وه،‌ په داسې حال کې چې د شپې به یوولس بجې وېده شوې وه. ایله څو ساعته خوب به یې کاوه او ما ته به یې ډوډۍ تیاروله.”

سوریاوانشي په دې لنډو خبرو کې همدا راز وايي، د دې لپاره چې دی خپلو لوبو او کرېکټ ته ورسېږي مشر ورور او پلار به یې د کور لپاره د نفقې ګټلو بوج پورته کاوه.

دی زیاتوي، “پلار مې زما لپاره کار پرېښود او مشر ورور مې د هغه کارونو ته اوږه ورکړه.‌ د کور ګوزاره ډېره په سختۍ کېده. خو پلار به مې په ټینګار راته ویل چې ته به کرېکټ کوې. نو خدای هم هر چا ته د هغه د زحمت ثمره ورکوي. نو زما هر بریالیتوب یا لاس ته راوړنې چې ګورئ، دا مې د مور او پلار له برکته دي.”

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button