خبر

د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن څخه د کابل په شمول د افغانستان په شلو ولایتونو کې بارانونه واوري او په ځینو ځایونو کې به سیلونه جاري شي.

دغه وزارت ویلي چې د روان کال د ثور له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې پورې، د اقلیمي بدلونونو او د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو اړونده ادارو د وړاندوینې له مخې، د شدیدو ورښتونو، واورو او ورپسې سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

پر کابل سربېره، بدخشان، هلمند، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، بلخ، جوزجان، پنجشیر، نورستان، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، دایکنډي، ارزگان، فاریاب او غور هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او د سیندونو د اوبو د لوړوالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مختلفو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د طبیعي پېښو له امله د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره جدي احتیاطي تدابیر ونیسي او سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو دریو کلونو کې یې څو ځله سختې زلزلي او وژونکي سېلابونه تجربه کړي دي.

دا طبیعي پېښې خلکو ته د پراخو انساني او مالي زیانونو سبب شوې دي.

د نړیوال مهاجرت سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې، نژدې درې میلیونه افغانان د اقلیمي بدلونونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

همداراز، یوازې په تېر یو کال کې، شاوخوا نهه میلیونه کسان په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له خطرونو څخه مستقیم اغېزمن شوي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button