
د محافظه کار ګوند مشر د لیبرال ګوند مشر مارک کارني ته د ټاکنو د بریا مبارکي وویله: عکس: فایل
د کاناډا په عمومي ټاکنو کې د لیبرال ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلو وروسته، لومړي وزیر مارک کارني په ټاکنو کې د لیبرال ګوند بریا اعلان کړه.
په کاناډا کې د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچونه د سهار له ۹ بجو څخه د ماښام تر ۹ بجو پورې دوام وکړ، چې پکې اتباعو د رایې ورکولو خپل حق وکاراوه.
د کاناډا د لومړي وزیر او لیبرال ګوند نوماند مارک کارني او د محافظه کار ګوند نوماند پییر پاول آیو ترمنځ د نږدې سیالۍ تمه کیده.
لومړي وزیر مارک کارني په ټاکنو کې د لیبرال ګوند د بریا اعلان وروسته له هغه وکړ چې لیبرال ګوند په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې.
په دې موقع، لومړي وزیر مارک کارني وویل چې هغه په پارلمان کې د ټولو ګوندونو سره د رغنده کار کولو ته سترګې په لار دی او د دواړو خپلواکو هیوادونو ترمنځ د راتلونکي اقتصادي او امنیتي اړیکو په اړه به د ټرمپ سره کښیني.
له بلې خوا، د محافظه کار ګوند مشر پییر پاول آیو د لیبرال ګوند مشر مارک کارني ته په ټاکنو کې د هغه د بریا مبارکي وویله.
دکانادا پارلمان۳۴۳ ځوکۍ لری او هغه ګوند ګټونکی کیږي چې ۱۷۲ څوکې ترلاسه کړي.
دا باید په یاد ولرو چې د ټاکنو څخه مخکې، لیبرالانو ۱۵۲ څوکۍ او محافظه کارانو ۱۲۰ څوکۍ درلودې، پداسې حال کې چې بلاک کیوبیکوس ۳۳ او NDP ۲۴ څوکۍ درلودې.
ټاکنې په داسې وخت کې کیږي چې د کاناډا په اړه د ولسمشر ټرمپ تعرفې د رای ورکوونکو په ذهنونو کې دي. نورې مسلې، په ښاري سیمو کې د کورونو لوړې بیې، د بیکارۍ ۶.۷ سلنه کچه، او روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي ستونزې په ګډون، هم پام ځانته را اړوي.