هند د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام لپارهاسناد ټولوي
کیدای شي هندوستان دننه پاکستان کې ځینې هدفونه په نښه کړي
یوې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې ده چې،له پهلوګم پیښې وروسته، هند د ۱۰۰ بهرنیو ماموریتونو ډیپلوماتان د بهرنیو چارو وزارت ته د معلوماتو شریکولو لپاره بللی دي.
د ورځپاڼې په وینا، هندي چارواکو ویلي چې د دوی تحقیقات روان دي، او د پهلګام پیښې د مسؤلینو د پیژندنې معلوماتو په ګډون تخنیکي او استخباراتی هڅې روانې دي.
د امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، څلورو ډیپلوماتانو چې له دې لنډیزونو سره بلد وو وویل چې نوی ډیلي ظاهرا د خپل ګاونډي او دودیز دښمن پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره تابیا نیسي
له بلې خو یوې هندي رسنۍ ادعا کړې ده چې هند غواړي د پاکستان دننه هدفونه په نښه کړي
د “نوي پاکستان” پروګرام کوربه شهزاد اقبال سره په خبرو کې، اړوندو سرچینو ویلي چې که هند د پاکستان پر وړاندې کومه غلطه هڅه وکړي، نو پاکستان به نه یوازې دا ډول برید شنډ کړي، بلکې په ځواب کې به پاکستان د پولې هاخوا سلګونه هدفونه هم په ګوته کړي، چې په څو دقیقو کې به په نښه شي.
اړوندو سرچینو روښانه کړه چې پاکستان وروستۍ تاوتریخوالی نه دی پیل کړی، او نه هم د پاکستان دولت د پهلګام په پیښه کې کوم لاس درلود، او نه هم تر اوسه پورې د پاکستان له خوا د کوم غیر دولتي لوبغاړي په پیښه کې د لاس لرلو کوم شواهد شتون لري.