
په بندرعباس کې د چاودنې له مله له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بندر عباس په چاودنه کې د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ تنو وا وښت.
که څه هم د یادې چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم.
دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې هممهاله په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو پیل شوی دی.
بل خوا د ایران د نفتو تصفیې ادارې ویلي، چې دا چاودنه او اورلګیدنه له تصفیه خونو، سون موادو او د تېلو له پایپ لاینونو سره هېڅ تړاو نه لري.
ایراني چارواکو ویلي، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.
بل لورته بیا د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده.
سرچینه وایي، چې چاودنه تیره ورځ څه باندې ۱۲ بجې د بندر عباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې ده.