
تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه
د ایران او پاکستان ترڅنګ تاجیکستان هم له خپلې خاورې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.
د دغه هیواد امنیتي ځواکونو تازه ۴۷ افغان کډوال په زور او له قانوني بهیر پرته بېرته افغانستان ته استولي، سره له دې چې یادو کسانو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اعتبار وړ کارتونه ورکړي وو.
د تاجیکستان د وحدت ښار ځینو ځایي سرچینو افغان رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ ۴۷ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري جبراً اخراج شوي دي.
ویل کېږي چې دا کسان اکثره د وحدت ښار موټروانان او د ټکسي موټرو خاوندان وو، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) قانوني اسناد یې لرل.
د سیمې یوه اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې دغه کډوال د وحدت ښار امنیتي ادارې ته وربلل شوي وو، هلته یې اسناد ترې ضبط شوي او بیا په دوو موټرو کې پولې ته لېږدول شوي دي.
همداراز، یو شمېر نور افغان کډوال چې د درملنې، سودا یا بازار لپاره وتلي وو، د تاجیک امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
وحدت ښار چې د دوشنبې له مرکزه ۲۰ کیلومتره ختیځ لوري ته پروت دی، یوازینی ځای دی چې د تاجیکستان دولت افغان کډوالو ته پکې د استوګنې اجازه ورکړې ده. دغه ښار د سلګونه افغان کډوالو د اوسېدو مرکز ګڼل کېږي او اوسېدونکي یې تر سختو امنیتي محدودیتونو او څار لاندې ژوند کوي.
تاجیکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی، خو د رسنیو د سختو محدودیتونو له امله دا پېښې ډېرې لږ رسنیزې کېږي.
ځینې کډوال مخکې هم په ورته ډول اخراج شوي، خو د بډو په ورکولو سره یې بېرته تاجیکستان ته ستنېدو ته لاره موندلې. دا بهیر د امنیتي ځواکونو د ځینو فاسدو کړیو له خوا تنظیمېږي، چې د کډوالو له ناوړه حالت څخه ناوړه ګټه اخلي.
تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په ګډون هېڅ نړیوال سازمان دغو پېښو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.