خبر

اسلامي امارت له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

د افغانستان اسلامي امارت  افغانستان ته د داعش د غړیو د اوښتو د مخنیوي لپاره د دیورند پر کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

په دې اقداماتو کې د امنیتي ټیمونو ځای پر ځای کول او د کډوالو د هویت بایومتریک پېژندنه شامله ده، په تېره بیا په تورخم کې.

افغان  امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، د دې لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په نوم افغانستان ته نه ننوځي، امنیتي تدابیر یې په ځانګړې ډول په تورخم کې پیاوړي کړي دي.

د یادو سرچینو په وینا، دا مهال د «سلطان مفکر» په مشرۍ یو امنیتي ټیم چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مشري کوي، تورخم ته استول شوی دی. دا ټیم  د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له ځینو غړو جوړ شوی، او له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، په تورخم کې ځای پر ځای شوی دی.

امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د دوی د استخباراتو له مخې، داعش هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې له خپلو کورنیو سره یوځای د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي. له همدې امله په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

سرچینې زیاتوي، ټولو کډوالو ته یوازې هغه مهال د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د بایومتریک سیسټم له لارې یې هویت تایید شي.

یوه امنیتي چارواکي ویلي: «موږ د پاکستان له تاکتیکونو سره اشنا یو. موږ نه یوازې تورخم، بلکې هغه ټولې لارې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خلاصې دي، کلکې څارو.»

راپور زیاتوي چې دغه اقدامات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي، او امارت یوازې په تورخم بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نورې لارې هم شته چې ښایي داعش هڅه وکړي له هغو څخه د کډوالو په نوم افغانستان ته ننوځي. له همدې امله په سپین بولدک، غلام خان، خرلاچۍ (پکتیا) او انګور اډې (پکتیکا) کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو په نوم د داعش وسله وال افغانستان ته ولېږي.

اسلامي امارت  چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې «عمري کمپ» نومېږي، او نویو کډوالو ته لومړی په همدې کمپ کې ځای ورکول کېږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button