
دروسیې له تور لیست څخه داسلامي امارت وتل
روسیې له دوو لسیزو وروسته د اسلامي امارت نوم د “ترهګرو ډلو” له لیست څخه لرې کړ.
د رویټرز په وینا، د روسیې حکومت د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۷مه، اسلامي امارت باندې خپل بندیزونه وځنډول، چې له دوو لسیزو څخه زیات یې د “ترهګریز سازمان” په توګه پیژندلې وه، او نوم یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه لرې کړ.
د روسیې خبري اژانس RIA نووستي هم راپور ورکړی چې دا پریکړه د روسیې د سترې محکمې په یوه حکم کې د طالبانو د استازي په شتون کې وشوه.
اسلامي امارت په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې لخوا د “ترهګریز سازمان” په توګه غیرقانوني وبلل شو، خو د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ په بیړني ډول دا بندیز لرې کړ.
شننونکي په دی باور دي چې روسیه دافغانستان واقعیتونو ته په کتوُدافغانستان په اړه یو ښه ګام پورته کړی دی چې داګام د راتلونکو اړیکو دپیاودتیا لپاره مهم او کارنده ګام دی.