
ټرمپ د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د جګړې له امله ملامت کړی.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا اوکرایین کې د جګړې پیلېدو پړه د دغه هېواد پر ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي اچولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د اوکرایین شمال ختیځ کې پر سومي ښار د روسیې په توغندیو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.
ټرمپ ویلي زېلېنسکي له ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین جګړه کې د “میلیونونو خلکو د وژلو” په پړه کې شریک دی.
هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “باید له ځانه شل چنده غټ چا سره جګړه پیل نه کړئ او بیا دا هیله هم لرئ چې خلک توغندي درکړي.”
نوموړي د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن هم د دې جګړې د پیلېدو له کبله ملامت کړ.
ټرمپ دا څرګندونې داسې حال کې کوي چې پر سومي ښار د روسیې د یکشنبې ورځې خونړي برید پراخه غوسه راوپاروله. دا روان کال اوکرایین کې پر ملکي خلکو باندې د روسیې تر ټولو وژونکی برید و.
هغه د دغه برید په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل، دا “وحشتناک” و او دا چې ده ته ویل شوي روسیې “تېروتنه کړې”، خو جزییات یې ورنه کړل.
ټرمپ وویل: “میلیونونه خلک د درېیو کسانو له کبله ووژل شول… راځئ ووایو لومړی نمبر پوتین، دویم نمبر بایډن چې هېڅ نه پوهېده چې څه کوي، او زېلېنسکي.”
اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴مه د روسیې لخوا پر اوکرایین د بشپړ یرغل له پیل راهیسې ټولو خواوو ته میلیونونه نه، بلکې سلګونه زره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ټرمپ د زېلېنسکي وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل چې نوموړی “تل د توغندیو پېرلو په لټه کې وي”.
د امریکا ولسمشر وویل: “کله چې جګړه پیلوئ، باید پوه اوسئ چې ګټلی یې شئ.”
ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې هم په وار وار جو بایډن او ولودیمیر زېلېنسکي د جګړې پیلېدو له کبله پړه بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې لومړی د ولسمشر په توګه د زېلېنسکي تر ټاکل کېدو مخکې، ۲۰۱۴ کال کې پر اوکرایین برید کړی او بیا یې په ۲۰۲۲ کال کې د پراخې کچې یرغل پرې وکړ.
ټرمپ وویل “بایډن [جګړه] درولې شوه، زېلېنسکي درولې شوه او پوتین هېڅکله باید پیل کړې نه وای. ټول ملامت دي.”
د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ کړکېچ تېره فبرورۍ سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال له ناندریو راهیسې اوج کې دی.
ټرمپ په هغې غونډه کې زېلېنسکي تورن کړی و چې ګوندې له “دریېمې نړیوالې جګړې” سره لوبېږي او له دې کبله یې سختې نیوکې پرې کړې وې چې ولې یې ژر له روسیې سره د سولې خبرې نه دي پیل کړې.
د امریکا ولسمشر برعکس له مسکو سره د اړیکو ښه کولو هڅې کړې دي.
ټرمپ تېره میاشت وویل چې له پوتین سره یې “ښې” ټیلیفوني خبرې کړې او د روسیې ولسمشر تر هغې یوه اوونۍ وروسته نوموړي ته سوغات په ډول یو انځور استولی و.
واشنګټن فبرورۍ کې له مسکو سره د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک پر ضد رایه وکاروله چې روسیه یې اوکرایین سره د جګړې له کبله “تېري کوونکې” پېژندله.