
پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو خلاف لاریونونه وکړل
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړو په جرمني کې لوی لاریون وکړ، چې پکې یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوام وغانده او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې بېړني ګامونه پورته کړي.
دا مظاهره چې د PTM د جرمني څانګې له خوا تنظیم شوې وه، لسګونه فعالان پکې راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د افغان کډوالو شړل باید سمدلاسه ودرول شي.
دوی د جرمني له حکومت، د اروپايي اتحادیې له مشرتابه، او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ(UNHCR) څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچ ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
په یوه خبرپاڼه کې، PTM د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې مظاهرې موخه دا وه چې د افغان کډوالو د “غیرقانوني ایستلو او لوټ” په اړه نړیوالو ته پوهاوی ورکړي او د هغو کسانو لپاره چې د لسګونو کلونو جګړو بېکوره کړي، د انساني، عادلانه او قانوني چلند غوښتنه وکړي.
مظاهرهچیانو په لاسونو کې لوحې (پلېکارډونه) نیولي وو او داسې شعارونه یې ورکول: «جبري ایستل ودروئ»، «کډوال هم انسانان دي»، او «د جګړې قربانیانو ته انصاف ورکړئ.»
د PTM مشر منظور پښتین د مظاهرې ګډونوالو ته په وینا کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو چلند وغانده او حکومت یې د بشري اصولو په سرغړونه تورن کړ.
پښتین وویل: «افغانان شاوخوا ۴۰ کاله مخکې د پاکستان د ستراتېژیکو ګټو او د نړیوالو قوتونو د لاسوهنې له امله مهاجر شول. پاکستان د افغان کډوالو په نوم میلیاردونه ډالره مرسته ترلاسه کړه، خو اوس هغوی داسې شړي چې نه د انساني کرامت خیال ساتل کېږي او نه نړیوال قانوانین.»
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او د دوی د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
پاکستان د اپرېل پر ۱۰مه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړ. د بشري مرستو سازمانونه وایي، دا مهال شاوخوا ۲۰,۰۰۰ افغانان هره ورځ یا خو په خپله خوښه، یا د فشار له امله، له پاکستان څخه وځي.