
په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي
اوکرايیني چارواکي وايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سومي ښار پر مرکز د روسیې د توغندیو په یوه برید کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي او د لسو ماشومانو په ګډون ۸۴ نور ټپیان دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي د روسیې د بالستیک توغندیو په دغه “وحشتناک برید” کې عادي خلک په نښه شوي او دا چې روسیه به د ده په وینا له پیاوړي فشار پرته د جګړې غځولو ته دوام ورکړي.
د رپوټونو له مخې دوه سکندر ډوله بالیستیک توغندي په سیمهییز وخت د سهار پاو باندې لس بجې د سومي د دولتي پوهنتون او د کانګرس مرکز شاوخوا ولګېدل.
تر پېښې وروسته خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې د توغندیو د لګېدو د ځای شاوخوا پر سړکونو په وینو لړلي جسدونه پراته دي. په وژل شویو کې لږترلږه دوه ماشومان دي.
اوکرایيني چارواکو ویلي، ټولټال ۲۰ ودانۍ زیانمنې شوې چې څلور په کې ښوونیز تاسیسات، پنځه اپارتمانونه او پاتې چایخونې او دوکانونه دي. لس موټرونه او ښاري برقي بسونه هم ویجاړ شوي دي.
زېلېنسکي له نورو هېوادونو د “سخت” غبرګون غوښتنه کړې. نوموړي ویلي “خبرې د بالیستیک توغندیو او هوایي بمونو” مخنیوي کې پاتې راغلې.
هغه وویل، “متحد ایالتونه، اروپا او په نړۍ کې بل هر هغه څوک چې د دې جګړې او وژنو پای غواړي. روسیه کټمټ همدا ډول ترهه غواړي او دا جګړه غځوي. پر یرغلګر له فشار پرته، سوله ناممکنه ده.”
د اوکرایین ولسمشر وویل دا خورا مهمه ده چې په نړۍ کې هېڅوک چوپ او بې پروا پاتې نه شي.
د اوکراینۍ چارواکو په وینا د پوهنتون د کانګرس مرکز ډېر وخت د ماشومانو ټولګیو لپاره کارول کېږي، او ځایی اوسېدونکي وايي چې دا ځای “د ټول ښار تعلیمي مرکز” دی.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها هم دغه برید غندلی دی.
هغه د اېکس یوه پیغام کې لیکلي، “ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. د یوې لویې عیسوۍ رخصتۍ پر مهال د داسې برید کول مطلق ناوړه دی.”
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر وايي، دوه میاشتې کېږي چې روسیې د امریکا دا غوښتنه له پامه غورځولې چې له اوکرایین سره دې له قید او شرط پرته اوربند وکړي. هغه زیاته کړې “روسیې، د دې پر ځای خپله ترهه لا ډېره کړې ده.”
دیادونې ده چې دغه برید کې کارېدلي توغندي له کسلټر مهماتو ډک شوي وو، چې پراخه ساحه کې خلک له تفکیک پرته وژلی شي.
اوکرایین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت کېلاګ ویلي، چې دا برید “د شرافت له ټولو کرښو تېرېږي” او دا چې “ولسمشر ټرمپ له همدې امله د دې جګړې پای ته رسولو لپاره سختې هڅې کوي.”
د اروپايي ټولنې جګپوړې ډیپلوماتې، کاجا کالاس، پر اېکس لیکلي چې دا ګوزارونه “د روسیې د سختېدونکو بریدونو یوه وحشتناکه بېلګه ده، په داسې حال کې چې اوکرایین یو غیر مشروط اوربند منلی دی.”
د بریتانیا لومړي وزیر سر کېير سټارمر هم دا برید “وحشتناک” بللی.
هغه ویلي، “ولسمشر زېلېنسکي سولې لپاره ژمنتیا ښودلې ده، ولسمشر پوتین باید اوس له کوم شرط پرته بشپړ او سملاسي اوربند ومني- څنګه چې اوکرایین منلی دی.”
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون ویلي، د سومي بریدونه پر روسیه باندې عاجل د اوربند د پلي کولو اړتیا ښيي.
سټارمر او مکرون دواړه په اوکرایین کې د سولې د هر ډول تړون د پليتابه لپاره پر پلانونو باندې کار کوي.
دا برید داسې مهال کېږي چې منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیف وېټکوف د جمعې پر ورځ سنټ پیټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.