
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت معین وایی چې د مرستو بندول پر افغانستان هیڅ اغیزه نه ده کړې
بخت الرحمن شرافت په غزني کې د نشه يي توکو د روږدو ښځو د درملنې لپاره د ۲۰ بستریز روغتون د پرانستلو پر مهال وویل چې بهرنۍ مرستې د افغانستان په اقتصاد یا کوم سکتور منفي اغیزه نلري. په افغانستان کې شفافیت رامنځته شوی، سرچینې په سمه توګه اداره شوي، خلک سخت کار کوي، او شته سرچینې په مؤثره توګه اداره شوي دي.”
د غزني سیمه ییزو چارواکو وویل چې دا روغتون د روږدو ښځود درملنې لپاره د شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د غزني د عامې روغتیا رییس، زرک زیرک زیاته کړه: “دا روغتون د روږدو کسانو د درملنې لپاره شل بسترونه لري، چې د اړتیا په صورت کې به زیات شي.” “ناروغان د ۴۵ ورځو لپاره درملنه کیږي، او ټول کارمندان یې ښځې دي.”
دا روغتون د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر او د یوې سیمه ییزې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
په غزني کې د یوې سیمه ییزې ادارې مشر حمیدالله همت وویل: “د دې روغتون بودیجه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر YHDO له خوا موسسې ته ورکړل شوې وه، او په دې پروژه کې تر ۱۲۰،۰۰۰ ډالرو پورې لګښت راغلی دی،
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو لپاره د اوو میلیاردو افغانیو په ارزښت بودیجه منظور شوې ده، او د هغې عملي پړاوونه به ډیر ژر پیل شي.