
لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې “سلګونه” چینایي اتباع د روسیې په استازیتوب په اوکراین کې جنګیږي، نوموړی څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې روسیه غواړي چین داوکراین په جګړه کې ښکېل کړي.
د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه، په بروکسل کې د اوکراین د متحدینو د پوځي مشرانو په غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله وینا کې وویل: “اوس مهال، موږ داسې معلومات لرو چې ښیې چې لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي.”
د اوکراین ولسمشر تېره چهارشنبه ادعا وکړه چې روسیه هڅه کوي چین د کیف پر وړاندې په جګړه کې ښکېل کړي.
زیلینسکي اعلان وکړ چې بیجینګ د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د چینایي اتباعو د کارولو څخه خبر دی او ټینګار یې وکړ چې کیف د لږترلږه ۱۵۵ چینایي اتباعو په اړه معلومات لري چې د اوکراینیانو پر وړانی په لومړۍ لیکه کې جنګیږي.
له بلې خوا، چینایي چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ د زیلینسکي پر څرګندونو نیوکه وکړه او هغه یې غیر مسؤلانه وبللې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل چې د هغه هیواد “تل له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د وسله والو شخړو له سیمو څخه لرې پاتې شي.”
ویاند همدارنګه په “اړونده خواوو غږ وکړ چې د غیر مسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.”