خبر

د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغانستان پرجګړې بحث وشو.

د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان د جګړې د څیړنې کمېسیون دوهمه علنۍ ناسته د جمعې په ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول.

د امریکا د جګړې د څېړنې کمېسیون لومړۍ علنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه.

په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، نانسي پاول، وویل چې د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو، چې پکې د سناتور جان مک‌کین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه. هغې زیاته کړه، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلام‌اباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر، چې د غونډې له مهمو ویناوالو څخه و، ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید جدي وبلل شي. ده وویل، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو.

دا ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او سیاستونو ارزونې ته ځانګړې شوې ده.

د امریکا د پخوانیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مشرانو هم غونډې ته خبرې وکړې؛ لکه د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button