
پاکستان دی د افغان کډوالو ایستل ودروي
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستل ودروي
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه،
دبخښنې نړیولا سازمان له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: “پاکستان د ۸۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغان تابعیت کارت لرونکو ته د شړلو لړۍ دوام ورکوي.”
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستان باید سمدلاسه د افغان کډوالو د ایستلو پالیسي ودروي.
په اعلامیه کې ویل شوي، “موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې سمدلاسه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو د نړیوال قانون سره سم اصلاحي اقدامات وکړي.”
پاکستان، د بشري حقونو د سازمان له دی غوښټنې سره سره، د جمعې په ورځ، د اپریل په شپږمه، یو کمپاین پیل کړ چې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال په زور سره خپل هیواد ته راستانه کړي.
د رسمي معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د افغانانو د جبري راستنولو پروسه پیل کړه، او له هغه وخت راهیسې، شاوخوا ۹۰۰،۰۰۰ خلک ایستل شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې، په پاکستان کې افغان کډوالو چې متحده ایالاتو ته د بیا میشتیدنې په تمه وو، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک ولیکه او له هغه یې وغوښتل چې د مارچ د ۳۱ نیټې د نیټې په نږدې کیدو سره افغانستان ته د دوی د اخراج مخه ونیسي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، دغو کډوالو د پاکستان له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې د بیا میشتیدنې پروسې بشپړیدو ته انتظار باسي او په پاکستان کې پاتې شي.