
پاکستان له ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان ګډوال وباسي.
اسلامي امارت وایي چې پاکستان د “ټولو اصولو خلاف” افغان کډوال افغانستان ته ستنوي او غوښتنه یې کړې چې باید یوه “منظمه تګلاره” ورته جوړه شي.
دا څرګندونې د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د راونې لړۍ په اړه ویلي، “دا د ټولو نړیوالو، اسلامي او د ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل دی. موږ وخت په وخت په مجلسونو کې له دوی سره دا خبره شریکه کړې چې مهاجرین دې اجباري نه باسي. موږ د مهاجرینو د راتګ مخالف نه یو خو باید په اصولو باندې راشي، د دواړو هېوادونو تر منځ له یوه تفاهم سره راشي او یو میکنیزم ورته جوړ شي او د هغې له مخې باید په باعزته ډول او په ترتیب سره خپل هېواد ته انتقال شي.”
خو پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې وخت په وخت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او دمه په دمه یې هلته د دوی د مېشتېدو نېټه غځولې او یا یې هم ځانګړې نېټې د ضرب الاجل په توګه ورته ټاکلې دي.
د تازه لړۍ لپاره یې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه ټاکلې وه.
اسلامي امارت وايي، له هغه راهیسې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل شوې؛ هره ورځ تر دوه نیم سوو پورې کورنۍ د ډیورنډ له کرښې پر سپین بولدک او تورخم اړول کېږي.
حقاني ویلي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا زر کورنۍ چې ټولټال نږدې ۸۰۰۰ تنه کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت پرخپله اېکس پاڼه ویلي چې په دې تړاو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه ناسته شوې او یو پلاوی هم تورخم ته لېږل شوی چې د کډوالو ستونزې په ګوته او ورته د حللارې موندلو هڅه وشي.
له بلې خوا د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې یې ۳۰۵۳ هغه افغانان پر تورخم اړولي چې ‘افغان سټيزن کارت’ یې درلود.
دا هغه پېژندپاڼه ده چې افغان کډوالو ته یې په پاکستان کې د قانوني مېشتېدنې جواز ورکاوه.،GETTY IMAGES
د خیبر پښتوخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د شمېرو له مخې، یوازې پرون د یکشنبې په ورځ یې د دغو کارتونو درلودونکي ۱۶۹۸ تنه او ۳۲۶۸ نور هغه افغانان بېرته د تورخم له لارې خپل هېواد ته ولېږل چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو.
د شمېرو له مخې، په تازه لړۍ کې تر اوسه له ګېلګېت بلتېستانه د دغه کارت لرونکی یو، له اسلام اباده ۱۶۰ او له پنجابه ۱۹۸۰ تنه له دې لارې پر ډيورنډ کرښه اړول شوي دي.
د پاکستان دولتي یا سرکاري شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال ۴۸۴ زره ۹۷۵ ناقانونه کډوال له دې لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه د افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو ضرب الاجل ټاکلی و.
که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان د روان میلادي کال د جون تر پایه په پاکستان کې پاتې کېدلی شي خو ځينې افغان کډوال شکایت کوي چې له دې اعلان سره سره هر ډول اسناد لرونکي افغانان له یوې مخې په پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې نیول کېږي.
دوی وايي تر نیول کېدو وروسته داسې ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري او دوی پکې تر شپږو ورځو ساتل کېږي چې له کړاو سره پکې مخامخېږي.
دغه افغانان شکایت کوي چې د خپلو کورنیو د توکو راټولو ته هم وخت او فرصت نه ورکول کېږي او له ډېر محدود سامان سره په یوه ګاډي کې څو کورنۍ کېنول کېږي او پر تورخم یا سپين بولدک اړول کېږي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې یې له خیبر پښتونخوا د ‘افغان سټيزن کارت لرونکي’ زرګونه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.