
په جنوب کښې د اسدود او عسقلان په ښارونو باندې د حماس د فوځی څانګې القسام برګیډ لخوا له پراخو راکټی حملو وروسته د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر د دغه حملې په وړاندې د قاطع ځواب ورکولو امر اعلان کړ.
د دغه دفتر د خبرتیا له مخې، د یکشنبې په ماښام د غزې له تړانګې څخه د څه باندې لسو توغندیو له ویشتلو وروسته د اسرائیلو لومړی وزیر د حماس په خلاف د پوځی عملیاتو د دوام ترڅنګ، دفوځی حملو د زیاتیدو موافقه وکړه.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې نتانیاهو واشنګټن ته د الوتنې پر مهال د دفاع له وزیر یسرایل کاتز سره تلیفوني خبرې وکړې.
په دې لړ کې د اسرائیلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان وکړ چې پوځ ته یې د پوځي عملیاتو د پراخولو او حماس ته د سختې ضربې ورکولو امر کړی دی.
همداشان د اسرائیلو د پوځ ویاند عفیخای ادری هم د غزې د تړانګې د الصحابه، السماح، العوده، الزویده او الصلاح سیمو له اوسیدونکو وغوښتل چې الموصی سیمې ته ولیږدول شی.
دحماس پوځي برخې القسام له خوا تې ماښآم داسراییلو پرولور۱۰ توغندي وتوغول شول چې داسراییلي پوځیانو له خوا ۵ یې په هوا کې خنثی او ۵ نوریې ځبل هدفونو ته ورسیدل.
اسراییل حکومت هم پر دی باندی اعتراف کړی دی چې ۵ توغندي د اسدود او عسقلان په ښارونو کې لګیدلي چې مرګ ژوبله هم لري.