
نامتو اسراییلي جنرال وایی د غزې جګړه یو عادلانه جګړه وه چې په دوکې بدله شوه
پر نتانیاهو باندی د پرله پسې نیوکو په دوام دا ځل، د متقاعد جنرال یسرایل زیف لخوا نوې نیوکې ورباندی شوي دي.
زیف په یوه مقاله کې چې د یکشنبې په ورځ د اپریل په 17 د اسراییلو په “چینل 12” ویب پاڼه کې خپره شوې، لیکلي چې په غزه کې جګړه په لومړي سر کې اړینه وه، مګر بالاخره په سیاسي او بې ګټې جګړه بدله شوه. د لیکوال په وینا، “دا یو عادلانه جګړه وه چې په دوکې بدله شوه.”نوموړي په سوریه کې د اسراییلو پر هوايي بریدونو هم نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دا بریدونه ښايي د لبنان حزب الله ته ورته وسله والې ډلې رامنځته کړي.
برسېره پردې، زیف د پوځي عملیاتو له لارې په غزه کې د یرغمل شویو او نیول شویو اسراییلي سرتیرو د بیرته راستنیدو احتمال کم وباله او ټینګار یې وکړ چې د بندیانو بیرته ستنیدل د جګړې پای ته اړتیا لري؛ که نه نو، د دوی د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو هڅې به ناکامه شي.
یاد اسراییلی جنرال د جګړې دوام هم د عامه افکارو د اړولو لپاره یوه دسیسه ګڼلې، چې د نتانیاهو په ګټه ده، ځکه چې دا هغه ته اجازه ورکوي چې په ستره محکمه کې خپله اوریدنه وځنډوي او ځینې چارواکي له دندې ګوښه کړي.
د شباک پخواني مشر رونن بار هم سترې محکمې ته په یوه لیک کې لیکلي چې نتانیاهو یې ځکه له دندې ګوښه کړی چې سترې محکمې ته یې د راپور لیکلو لپاره د نتانیاهو غوښتنه رد کړې او اعلان یې کړی چې د هېواد امنیتي وضعیت د لومړي وزیر د محاکمې اجازه نه ورکوي.
نتانیاهو د حماس سره د جنورۍ د 19 د اوربند تړون لغوه کیدو وروسته د مارچ په 18 د غزې پر ضد جګړه بیا پیل کړه. دا تړون یوازې په لومړي پړاو کې عملي شوی و او دویم او دریم پړاو چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب پرې هوکړه شوې وه، هېڅکله عملي نه شوه.
اسرائیلي پوځ هم د غزې تړانګې په مختلفو سیمو د خپلو ځمکنیو بریدونو لړۍ پراخه کړې ده او خبرداری یې ورکړی چې که په اسرائیلو د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړي نو نور عملیات به هم په لاره واچوي.